د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2041826
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې  "د تورکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې د  نه ماتېدونکي مشر په توګه د ب ګروپ سیالۍ  پای ته ورسوله" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ،د تورکیې د والیبال ښځینه ملي‌ لوبډلې چې د والیبال د ملتونو لیګ او د اروپا د والیبال اتلولي یې ګټلې وه، د المپیک د غوراوي سیالیو په ب ګروپ کې په خپله وروستۍ لوبه کې بلجیم ته ۳ د صفر په مقابل کې  ماتې ورکړه. د تورکیې د والیبال ملي لوبډلې  کوربه جاپان ته د ماتې په ورکولو سره د المپیک ویزه ترلاسه کړه. همداشان تورکیې ملي‌ لوبډلې  د بلجیم په ماتولو سره د خپل ګروپ سیالي‌  مشر په توګه پای ته ورسوله او بریالیتوب سلسله یې ۲۲ ته لوړه کړه.

د سټار ورځپاڼې "د پنجې- تالۍ " د عملیاتو سره  ترهګرو  ستر ګوزار " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د پنجې – تالۍ  عملیاتو په لړ کې تر اوسه پورې ۶۰۵ ترهګر له منځه وړي دي. کومانډو د عملیاتو په سیمه کې ۶۷۰ غارونه او پټنځایونه چې د ترهګرو له خوا کارول کیده له منځه وړل شوي‌ دي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "د دفاعي‌ صنعت په برخه کې د تورکیې مهم ګام " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،  تورکیه په سمندرونو کې د خپل حق او ګټو نه په ډیره ښه توګه د دفاع  په موخه د ۱۰ کښتیو  د جوړولو په ترڅ کې د دوو کښتیو د جوړولو چارې پيل شوي‌ دي.  نوموړې کښتۍ  د استانبول د شپ یارډ په قوماندانۍ  کې جوړیږي. د ویلو ده چې په نوموړې سیمه کې به په عینې وخت کې دوه کښتیو د جوړولو چارې دوام لري.

 

صباح ورځپاڼې  "د تورکیې لومړنی کورنې او ملي بې چلوونکي میټرو په فعالیت پيل وکړ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، لومړی ځایی او ملي بې چلوونکي میټرو ریل ماشین چې د ګبزې په صنعي‌ پارک کې جوړ شوی وو په فعالیت پيل وکړ.

 

 

د خبرتورک  ورځپاڼې "په ۸ میاشتو کې ۱۱ نیم  میلیونه سیلانیان استانبول ته راغلي"

د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د کولتور او ګرځندوی وزارت اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال په ۸ میاشتو کې استانبول ته د راغلو  بهرنیو سیلانیانو شمیر ۱۱ میلیونه ۵۲۴ زره تنه لوړ شوي‌ دي.



اړوند خبرونه