د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

حریت ورځپاڼې "اردوغان: نړیوال سازمانونه زموږ هېواد ته مخه کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی داسې پروګرامونه د لاس لاندې نیولي دي چې د هیواد د ودې پروګرامونو ته د کوچني زیان رسولو پرته اقتصاد پیاوړی کړي. اردوغان وویل: "د باور د فضا له برکته، نړیوالو مالي موسسو زموږ هیواد ته د ۱۰ میلیاردو سرچینو په چمتو کولو پیل کړی دی."
صباح ورځپاڼې " تورکي ساختماني شرکتونه په نړیوالو سیالیو کې مخکښ دي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې د تورکیې د ساختماني شرکتونو لخوا په بهر کې د تطبیق شوو پروژو په لیدو ویاړي. اردوغان وویل: "په وروستیو کلونو کې تورکیې د زیربناګانو په برخه کې د اوچت کړو ګامونو سره د تورکیې ساختماني شرکتونه په نړۍ کې مخکښ کړي دي.
د خبرتورک ورځپاڼې "فیدان: موږ باور لرو چې ملګرو ملتونو خپله بې طرفي له لاسه ورکړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د پایل - یغیټلر سړک په جوړولو کې د ملګرو ملتونو سازمان د سوله ساتو ځواکونو مداخلې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. هغه وویل دا سړک چې د شمالي قبر تورکي جمهوریت په خاوره کې دی ، بشري اړتیاوې پوره کوي. "موږ باور لرو چې ملګرو ملتونو په دې پېښه کې خپل بې پرېتوب له لاسه ورکړی دی. موږ په بشپړه توګه د شمالي قبرس تورکي جمهوریت د سم دریځ ملاتړ کوو.
سټار ورځپاڼې " امریکا: موږ باید د تورکیې له پرمختګ څخه ګټه پورته کړو"
د سرلیک لاندې لیکلي دي ، امریکايي مطبوعاتو له سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اسرائیلو سره د وږرکیې ډیپلوماټیکو اړیکو ته په اشارې سره ویلي، که امریکا غواړي په سیمه کې خپل سیاسي او پوځي ځواک وساتي، باید د تورکیې له دغه پرمختګ څخه ګټه پورته کړي او د تورکیې سره اړیکې لا ننږدې کړي.
یني شفق ورځپاڼې " بلغارستان په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب له بهیر څخه ملاتړ اعلان کړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د بلغاریا د بهرنیو چارو وزیر ګابریل، په اروپا کې د تورکیې د غړیتوب د بهیر په اړه وویل، "بلغاریا د یوه غړي په توګه د اروپا په لور د انقرې د نوښت ملاتړ کوي".