د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرتورک ورځپاڼې "وزیر شیمشک، موږ د هغو کسانو څخه ملاتړ ته دوام ورکړو چې زموږ په هیواد کې پانګونه کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې
د خزانې او مالیې وزیر، محمد شیمشک، د جاپان د مخکښو شرکتونو اجرایوي رئیسانو سره وکتل، چې په تورکیه کې پانګونه لري. شیمشک وویل، "موږ د خپلو ټولو شریکانو نه چې زموږ په هیواد کې پانګونه کوي، کارموندنه چمتو کوي ملاتړ ته دوام وکړو."
صباح ورځپاڼې "تورکیه له ډیرو هیوادونو سره مثبت توپیر لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ولسمشر مرستیال جودت یلماز وویل، "د زلزلې له ناورین سره سره، د تورکیې اقتصاد د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ ربع کې ۴ سلنه وده وکړه." يلماز وويل چې تورکيې د خپل پياوړي توليدي او صادراتي ظرفيت په لرلو سره يو داسې مقام ترلاسه کړی چې له نورو هېوادونو څخه په مثبت ډول توپير کوي.
یني شفق ورځپاڼې "پانګې اچوونکي د تورکېې د ونډو په بازار کې پانګه اچونې کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، هغه خوشبینانه حالت چې د نوي اقتصاد مدیریت وروسته راڅرګند شو د ونډو په بازار کې هم منعکس شوی. په داسې حال کې چې د ونډو په بازار کې د پانګوالو شمېر له ۵ میلیونو ۶۳۰ زره ۱۶۰ کسانو سره ریکارډ مات کړ، خو په تېرو ۱۵ ورځو کې د پانګوالو شمېر ۵۳۷ زرو ته ورسېد.
د سټار ورځپاڼې "تورکیه په سخته لاره بریالی شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې وروستیو اقتصادي ګامونو بریاوې راوړې دي. د بریالي ګامونو سره، تورکیې د کریډیټ درجه بندي ادارې موډیز ته، چې په عمومي توګه منفي اړخ دی، فشار ورکړ چې مثبت پریکړه وکړي. ويل شوي چې د موډي دغه ګام ښايي پر نورو ادارو هم مثبت اغېز ولري.
حریت ورځپاڼې " تورکي نړۍ د د بیړني طبي مداخلې واحد جوړوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا اعلان وکړ چې د تورکي نړۍ د بیړني طبي مداخلې واحد به عملي شي. وزیر کوجا وویل چې پدې اړه روزنه به په راتلونکې میاشت کې په ازمیر کې پیل شي.