د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2024839
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

صباح ورځپاڼې " ارمنستان ته د بهرنیو چارو د وزارت غوڅ پیغام "  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت  ارمنستان ته چې د لاچین د لارې په مسئله کې د اذربایجان سره اختلافات لري   غوڅ پیغام خپور کړ. په پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي‌ دي‌ چې "له ارمنستان څخه زموږ هیله دا ده چې له پارونکو ګامونو ډډه وکړي او د اذربایجان ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت په رسمیت وپیژني."

 

سټار ورځپاڼې " د تورکیې د سالمون د کبانو صادرات  د ۹۱ میلیونو ډالرو نه واوښتل "

د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د جنورۍ او جولای  د میاشتو ترمنځه په موده کې له ختيځې تورې بحيرې سيمې څخه د تورکيې د سالمون کبانو صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹۷ زيات شوي او ۹۱ میليونه ۴۲۸ زره ۵۱۴ ډالرو ته رسېدلي دي.

 

ینی شفق ورځپاڼې " په بوسنیا کې د مولانا فلم نندارې ته وړاندې شو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌، د  تورکیې ملي‌ راډیو تلویزیون د تابي ډیجیټل پلیټ فارم لپاره جوړ شوي‌ د مولانا جلال الدین رومي‌ تلویزیوني سریال نړیوال پریمیر د بوسنیا هرزګوینا د فلمونو په ۲۹ م فیستیوال کې نندارې ته وړاندې شو.

 

وطن ورځپاڼې " روبي ویلیمز به د لومړي ځل لپاره په تورکیه کې کنسرت ورکړي"

د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، انګلیس سندرغاړی  روبي ویلیمز به د اګست په ۱۷ په د موغلا ولایت په بودروم ولسوالۍ کې کنسرت ورکړي. د کنسرت  د في ټکټ بیه  ۱۷ زره ۶۰۰ تورکي لیرې وه چې ټول وار د مخه خلاص شوي‌ دي.

د خبر تورک ورځپاڼې " د اولبا په لرغوني ښار کې د ښځې مجسمه او د فریز دوه ټوټې موندل شوي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، لیکلي‌ دي‌،  د مرسین ولایت د سیلفیکي ولسوالۍ د اولبا په لرغوني ښار کې، د هیلنیسټیک دورې یو له مهمو استوګنځایونو څخه دی، د میرمنې مجسمه چې د دویمې پیړۍ پورې تړاو لري، او د افسانوي صحنو سره د فریز دوه ټوټې موندل شوي.



اړوند خبرونه