د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
یني شفق ورځپاڼې"د پولې پورې غاړې عملیات به دوام ومومي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ټینګار وکړ چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې به د پولې په اوږدو کې عملیات دوام ولري. اردوغان وویل، «لکه څنګه چې په عراق او سوریه کې ثبات راځي، د کډوالو داوطلبانه، خوندي او باعزته ستنېدل به ګړندي شي.»
د خبر تورک ورځپاڼې "اردوغان: تورکیه د روسیې او اوکراین د کړکېچ په حل کې مهم هېواد دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل چې تورکیې د روسیې او اوکراین په جګړه کې له لومړۍ ورځې راهیسې متوازن او عادلانه دریځ خپل کړی دی ، زمونږ هیواد د دې کړکیچ په حل کې د یو مهم هیواد رول په غاړه اخیستی دی.
حریت ورځپاڼې ″ په لویدیځو هېوادونو د اردوغان غږ ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې د غلو دهلیز نوښت د بیا پلي کولو لپاره چې د جولای په ۱۷ نیټه ځنډول شوی و ، د هغې د ساحې په پراخولو سره تماسونو ته دوام ورکوو. اردوغان څرګنده كړه چې د دې ستونزې حل د لويديځو هېوادونو د ژمنو په پوره كولو پورې اړه لري.
د سټار ورځپاڼې "د امریکا لخوا د تورکیې په اړه څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، امریکا د تور سمندرګي په تړون کې د تورکیې د کلیدي رول د هرکلي خبر ورکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې امریکا د تور سمندرګي د غلو تړون ته د ستنېدو لپاره پر روسیې د تورکیې له فشارونو راضي ده.
صباح ورځپاڼې "تورکیه د غلو د بحران حل دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
په دوبۍ کې میشته العربیه خبري چینل د غلو د بحران په اړه لویدیځ ته د ولسمشر اردوغان پیغام ته پام اړولی. العربيه غرب ته د اردوغان په يادونې باندې په ټينګار سره ویلي دي "اردوغان له لويديځ څخه د اوکراين د غلو په اړه خپلو ژمنو د عملي کولو غوښتنه وکړه. د اسرئیل میشته i24 نیوز چینل هم په ګوته کړه چې تورکیه په رسمي ډول په سقوط شوي سیسټم کې "کلیدي لوبغاړی" دی. د ویلو ده چې اوکراین هم ویلي دي چې ولسمشر اردوغان یوازنی کس دی چې کولی شي د تورې بحیرې د غلې نوښت له سره ژوند کړی .