د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرتورک ورځپاڼې "اردوغان له پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د اګست دویمه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو تورکیې ته د پوتین د سفر په اړه موافقه وکړه. اردوغان ټینګار وکړ چې دا د هیچا په ګټه نه ده چې د تورې بحیرې نوښت چې د "سولې پل" ګڼل کیږي، د اوږدې مودې لپاره وځنډول شي.
حریت ورځپاڼې "امریکايي رسنیو لیکلي: نوې نړۍ رامنځته کېږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا له لویو نشراتي موسسو څخه سي ان بي اس ، ویلي چې د لویدیځ برعکس، ولسمشر اردوغان او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د سپتمبر په میاشت کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د بندیانو د تبادلې تر شا لاس درلود، چې دا په ډاګه کوي چې دا وضعیت د یوې نوې نړۍوال نظام رامنځته کولو اشاره کوي.
وطن ورځپاڼې "د 'اتاترک' د ژوند په اړه د سریال په اړه د ډیزني چینل د ناوړه پریکړې پر خلاف سخت غبرګونونه " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال او د ګوند ویاند عمر چلیک د امریکا میشته دجیټل نشراتي پلیټ فارم دیزني چینل لخوا د خپلو نشراتو نه د اتاترک د ژوند په اړه د جوړ شوي سریال د ویستو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. چیلیک وویل، "دا ددې ښکارندويي کويچې په لویدیځ کې ډیموکراسي د جدي بحران سره مخ ده."
ینی شفق ورځپاڼې "د ګلوبل ترویلر مجلې څخه د استانبول هوایی ډګر ته دوه غبرګې جایزې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول هوایی ډګر ته د امریکا میشته سفري مجلې ګلوبل ټرویلر لخوا په پرله پسې ډول د دوهم ځل لپاره د 'غوره لیږدونکي هوایی ډګر' او 'غوره کورنۍ دوستانه نړیوال هوایی ډګر' جایزې ورکړل شوې. د استانبول هوایی ډګر د نړۍ ترټولو غوره هوایی ډګر او د نړۍ ترټولو کورنۍ دوستانه هوایی ډګر په توګه د نړیوال هوایی چلند درجه بندي ادارې Skytrax لخوا وټاکل شو، او همدارنګه د "جنوبي اروپا غوره هوایی ډګر" اعلان شو.
صباح ورځپاڼې " د انګلستان د پارلمان وکیل : ولې شمالي قبرس تورکي جمهوریت یو خپلواک دولت نه دی؟" د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انګلستان کې د دیموکراتیک اتحاد ګوند (DUP) مرستیال، سیمي ویلسن وویل چې هیڅ دلیل شتون نلري چې د شمالي قبرس تورکي جمهوریت باید د ملګرو ملتونو لخوا د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپیژندل شي، او د دې پیژندلو ملاتړ یې وکړ.