د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d191/f723/495f/637f3e8870ef4.jpg?time=1718801719)
صباح ورځپاڼې "د یو یوناني ژورنالیست څخه د تورکیې په اړه لوی اعتراف" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، یوناني ژورنالیست جیورګوس پاپاکریستوس د تورکیې او یونان ترمنځ د براعظمي شیلف ستونزې په اړه یو تریخ اعتراف وکړ. هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې یونان ایجین سیمې ته د خپل ملکیت په سترګه ګوري. حال دا چې دا کوم یوناني جهیل ندی . ژورنالیست وویل تر څو چې موږ دا ومنو چې تورکیه دلته موجوده ده، موږ ښه ګاونډیتوب نشو کولی."
د خبرتورک ورځپاڼې "د مصر سره د سوداګرۍ حجم ۱۵ میلیارد ډالرو ته د لوړولو هدف" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د سوداګرۍ او صنایع وزیر عمر بولات د مصر د صنایعو او سوداګرۍ وزیر احمد سمیر صالح چې تورکیې ته راغلی دی لیدنه وکړه. تورکیې سوداګرۍ وزیر پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې زمونږ هدف په راتلونکو ۵ کلونو کې د مصر سره سوداګریز حجم ۱۵ میلیاردو ډالرو ته رسول دي.
د ینې شفق ورځپاڼې " د تورکي ساینس پوه د 'شفاف امیجنگ' ټیکنالوژي به د سرطان لپاره نوي حلونه راوړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د آلمان د مونیخ پوهنتون د نسجونو انجینرۍ او بیا تولیدي طب د انستیتیوت مشر پروفیسور ډاکټر د علي ایرترک نوی اختراع چې ټول ارګانیزم شفاف کوي او حتی یو حجره په بې ساري وضاحت او توضیحاتو کې ښیې، د سرطان څیړنې د سرطان د څیړنې ترټولو لوی بنسټ UK لخوا د سرطان تشخیص او درملنې کې د نوي دور پیل په توګه تعریف شوی.
سټار ورځپاڼې "د استانبول هوایی ډګر د اروپا د کارګو ټرافیک کې لومړی مقام وګاټه"د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر اورال اوغلو وویل چې د استانبول هوایی ډګر د کال په لومړۍ نیمایي کې په اروپا کې د غوره کارګو ترافیک سره د ۱۰ غوره هوایی ډګرونو په مینځ کې لومړی ځای لري.
د حریت ورځپاڼې ″ میلیونه سیلانیان انتالیا ته راغلي" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د جنوري له لومړۍ نیټې څخه د جولای تر ۳۱ نیټې پورې د هوا له لارې انتالیا ته د رسیدو سیلانیانو شمیر ۸ میلیون ۱۸۴ زره ۸۹ تنه ښودل شوی دی . دا شمیره په تاریخ کې د ګرځندوی له پلوه د هر وخت ترټولو غوره لومړیو ۷ میاشتو په توګه ثبت شوه.