د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې ی"فیدان: دوی په احتمالي زیانونو او ګواښونو پوهیدل پیل کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په ډنمارک او سویډن کې پر قران کریم باندې د بریدونو په اړه وویل، موږ ګورو چې دواړه هېوادونه د دې ستونزې د احتمالي زیانونو او ګواښونو په اړه پوهېدل پیل کړي دي.
د سټار ورځپاڼې "د فیدان څخه ارمنستان ته د زنګزور پیغام" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان وویل، د اذربایجان او ارمنستان په سیمه کې د سولې او ثبات لاره د سولې د هراړخیزې هوکړې له لارې تیره شوې چې پدې برخه کې د زنګزور دهلیز پرانیستل ځانګړی اهمیت لري.
د خبر تورک ورځپاڼې "د بایرقدار لخوا د سعودي عربستان سره د انرژۍ د تړون په اړه اعلامیه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر الپرسلان بایرقدار څرګنده کړه چی د خلیجی هیوادونو څخه د تورکیی سره جدی لیوالتیا شتون لری او زیاته کړه ، مونږ له سعودی عربستان سره د انرژی یو تړون لاسلیک کړ چی موخه مو د سعودی عربستان سره د انرژۍ د یوی مهمی همکاری د رامنځته کول دي. په مالي توګه ددې مقدار نه دی روښانه شوی. مونږ وینو چې دوې د ۴ نه تر ۵ زره میګاواټه د نوي کیدونکي انرژۍ پروژې سره علاقه لري."
ینې شفق ورځپاڼې "تورکیې په لومړیو ۶ میاشتو کې د ۲۲ میلیون سیلانیانو کوربه توب کړی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی وویل "په لومړیو شپږو میاشتو کې په تورکیه کې د سیلانیانو شمیر ۱۷ نیم سلنه زیات شوي او ۲۲ میلیونه ۹۴۵ زره تنو ته رسیدلي دي. په دې توګه د ګرځندوی عاید ۲۱ میلیارد ۷۳۴ میلیون ډالرو ته رسیدلی دی."
صباح ورځپاڼې "د استانبول هوایی ډګر په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر شو"
د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول هوایی ډګر د جولای د ۱۷ او ۲۳ مو نیټو ترمنځه په اوسط ډول د ۱۴۷۲ ورځني الوتنو سره په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر شو.