د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
ینی شفق ورځپاڼې « اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان باید د قرآن لپاره غوڅ اقدام وکړي» د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له خپل پاکستاني سیال بلاول بهټو سره ټیلیفوني خبرې وکړې. فیدان پدې ټیلیفوني خبرو وویل چې اسلامي همکاریو تشکیلاتو سازمان باید د قرانکریم په خاطر غوڅ اقدام وکړي.
د سټار ورځپاڼې « د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته به د تورکیې کورنی موټر ټوګ ډالۍ شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر وویل چې دوی غواړي د نړۍ یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته تورکیې کورنی موټر ټوګ ورکړي. هغه وویل چې ټوګ موټر به د یو پلو نه په خپله د هیواد دننه هیوادوالو ته ورکولو ته دوام ورکړي او د بله پلوه به د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسو.
د صباح ورځپاڼې « په یوه ورځ کې ۹۹ زره ۱۴۹ سیلانیان د هوا له لارې انتالیا ته راغلي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انتالیا ولایت والي ایرسین یازي جي اعلان وکړ چې د یواځې د خالي په ورځ ۹۹ زره او ۱۴۹ تنه سیلانیان د هوا له لارې انتالیا ولایت ته راغلل.
وطن ورځپاڼې : استانبول هوايي ډګر د اروپا تر ټولو بوخت ډګر دی ، د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر اورال اوغلو وویل د د اروپا د هوايي چلند د کنټرول عمومي ادارې ایرو کنټرول د شمیرو له مخې د ۲۰۲۳ کال د جولای د لسمې او ۱۶ مو نيټو ترمنځه د استانبول هوايي ډګر په اوسط ډول سره د ورځې ۱۴۸۷ الوتنو سره د اروپا تر ټولو بوخت هوايي ډګر ټاکل شوی دی.
خبر تورک ورځپاڼې « ملي لامبو وهونکې ایلیز اوزبای د نړۍ اتله شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د هیواد ملي لامبو وهونکې ایلیز اوزبای په بلغاریا کې د ۲۳ کلنو نړیوال لامبو وهلو سیالیو کې د سرو زرو مډال په ګټلو سره د نړۍ اتله شو.