د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d191/f723/495f/637f3e8870ef4.jpg?time=1719257120)
صباح ورځپاڼې "د تورکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ۵۰ میلیارده ډالرو تړون" د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی. په خبر کې راغلي دي ، وروسته له هغه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان په متحده عربي اماراتو کې له ولسمشر شیخ محمد بن زاید آل نهیان سره وکتل، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۵۰،۷ میلیارده ډالرو په ارزښت هوکړه وشوه. همداشان د تورکیې او متحده عربي اماراتو ترمنځه د پانګونې، اقتصاد، صنعت، دفاع، حقوقو، قضا، د تجدید وړ انرژۍ او فضایي صنعت په برخو کې ۱۳ سندونه لاسلیک شول.
حریت ورځپاڼې "د نیوزویک څخه د اردوغان په اړه د پام وړ تحلیل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په داسې حال کې چې نړۍ د غلې دهلیز له تړون څخه د روسیې له وتلو وروسته له کړکیچ څخه د وتلو د یوې لارې په لټه کې ده، د نیوزویک له خوا د اردوغان په اړه یو زړه راښکونکی تحلیل خپور شو. امریکايي مجلې په کړکېچ کې د اردوغان رول ته په اشارې سره لیکلي چې د روسیې ولسمشر پوتین او د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د اردوغان د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره په خپلو منځونو کې مجادله کوي.
د ینې شفق ورځپاڼې "په ختیځ مدیترانې کې غیر معمولي پرمختګ" د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی. په خبر کې راغلي دي چې د تورکیې او یونان جنګي بېړیو د ۲۰۲۰ کال په دوبي کې په ختیځ مدیترانې کې د کړکېچ له زیاتېدو وروسته سره د لومړي ځل لپاره سره مخامخ شوې، درې کاله وروسته د ناټو تر چتر لاندې له انګلستان سره په ګډه تمرینات ترسره کړل.
د سټار ورځپاڼې "د وړیا ۵ ستوري عامه ساحلونو شمیر ۳۵ ته لوړیږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ۵ ستوري عامه ساحلونو شمیر به ۳۵ ته لوړ شي. په انتالیا کې د هیوادوالو خدمت ته وړاندې کیدونکی عامه ساحل چې د ۲۶۰۰ د لمر د چپرکټونو ظرفیت لري د کولتور او ګرځندوی وزارت لخوا به پرانیستل شي.
د خبرتورک ورځپاڼې "د هوا له لارې انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیر له ۷ میلیون څخه واوښته" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، سږ کال د هوا له لارې انتالیا ته د راغلو سیلانیانو شمیر چې د ټولې نړۍ څخه سیلانیان راجلبوي، ۷ میلیونه ۳۷ زره ۸۸۳ تنو رسیدلی دی.