د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719256750)
د صباح ورځپاڼې « د تورکیې او قطر ترمنځه د ډیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د پنځوسمې کلیزې په مناسبت ګډه اعلامیه» د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په قطر کې د تورکیې او قطر ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو د تاسیس د پنځوسمې کلیزې په مناسبت یوه ګډه اعلامیه په داسې حال کې لاسلیک شوه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي تماس سفر په ترڅ کې قطر ته تللی وو. په دغه ګډه اعلامیه کې د تورکیې او قطر ترمینځ ټینګو اړیکو ته په پام سره په پیوستون او ورورولۍ ټینګار شوی دی. په اعلامیه کې ویل شوي، چې د همکاریو د کچې د لوړولو په هدف شاوخوا سل سندونه لاسلیک شول.
د خبرتورک ورځپاڼې « دا زموږ د هیواد او تورکي انجینرانو لپاره د ویاړ شیبه وه » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فتح کاجر د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان ته د کورني موټر ټوګ ډالۍ په اړه په خپل ټولنیز میډیا اکاونټ کې یو بیان خپور کړ: "توګ چې زموږ د ولسمشر په قدردانۍ سره د ډالۍ په توګه ورکړل شوی و د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان لخوا په شخصي توګه کارول کیده. "هغه ستاینه چې ولیعهد د خپل سفر په ترڅ کې څرګنده کړه زموږ د هیواد او تورکي انجینرانو لپاره د ویاړ سرچینه ده."
د سټار ورځپاڼې « بیرقدار اقنجي به د سعودي عربستان په اسمان کې الوتنه وکړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بایکار ټکنالوژۍ د شرکت او سعودي عربستان د دفاع وزارت ترمنځه د بې پیلوټه تعرضي الوتکو بیرقدار اقنجي په اړه د همکارۍ او صادراتو تړون لاسلیک شو.
بیرقدار اقنجي بې پيلوټه ډرون الوتکې به د سعودي عربستان د هوايي او سمندري ځواکونو د قوماندې په چوکاټ کې فعالیت وکړي.
ینی شفق ورځپاڼې « سعودی عربستان ته د صادراتو ریکارډ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، سعودي عربستان ته د تورکیې صادرات د کال په لومړۍ نیمایي کې د غالۍ صنعت لخوا په رهبرۍ یو میلیارد ډالرو ته رسیدلي.
حریت ورځپاڼې « د تورکیې او بریتانیا ترمنځ د ازادې سوداګرۍ خبرې پیلېږي »د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې تورکیې او انګلستان په خپلو سوداګریزو همکاریو کې بیا کتنه کړې او د ازادې سوداګرۍ د هر اړخیز تړون لپاره یې خبرې اترې پیل کړي دي.