د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2010896
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

سټار ورځپاڼې  "اردوغان: هغه اړیکې چې زموږ متحدین د PYD/YPG سره لري اتحاد ته زیان رسوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌،  د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې د ناټو له سرمشریزې وروسته په یوه خبري غونډه کې خبرې کولې وویل: هغه ناسمې  اړیکې چې زموږ ځینې متحدین یې له PYD/YPG سره لري د ناټو سازمان  یووالي او بشپړتیا ته زیان رسوي، په دې اړه هیڅ معقول او منطقي توجیه نشته. "

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "اردوغان: په ناټو کې د سویډن د الحاق لپاره د تصویب واک د پارلمان دی"  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې ولسمشر اردوغان د ناټو د سرمشریزې نه وروسته په خپله وینا کې وویل "  په ناټو کې د سویډن  د تصویب د لومړۍ درجې واک د تورکیې د ملي شورا ده. مونږ غواړو چې دا بهیر ژر تر ژره پای ته ورسیږي.".

د حریت ورځپاڼې " بایدن د ویدیويي پیغام له لارې د ولسمشر اردوغان نه مننه وکړه"

د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ،  د امریکا ولسمشر جو بایډن د ناټو د مشرانو په سرمشریزه کې د ولسمشر اردوغان سره د لیدنې انځورونه په خپل ټولنیزه میډیا کې شریک کړل او ویې ویل "ستاسو د زړورتیا، رهبرۍ او ډیپلوماسۍ څخه مننه.

 

د صباح ورځپاڼې " له ملګرو ملتونو لخوا د تورکیې نه  غلې دهلیز مننه "

د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وویل چې د تورې بحیرې د غلو دهلیز د تړون په چوکاټ کې د ترسره شوو هلو خلو له امله د تورکیې څخه مننه کوو.

د ینې شفق ورځپاڼې  "کورتولموش: تورکیه او اذربایجان د لاسه ورکولو لپاره هیڅ وخت نلري" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د ملي شورا رئیس نعمان کورتولموش  د خپل هیواد د پارلماني هیئت سره د باکو د تماسونو د یوې برخې په توګه  د اذربایجان د ولسمشر الهام علی یف او لومړي وزیر علي اسدوف سره وکتل. کورتولموش وویل، «د تورکيې په توګه، موږ له هغه ځایه خپل مزل  ته دوام ورکوو چې موږ تللي وو. موږ او اذربایجان د لاسه ورکولو لپاره هیڅ وخت نه لرو.



اړوند خبرونه