د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

2009714
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

صباح ورځپاڼې  " د ناټو مشرانو ته د اردوغان  غوڅ پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون د ناټو له مشرانو سره په اروپايي ټولنه كې د توركيې د غړيتوب غوښتنه وكړه او ويې ويل، لومړى بايد په اروپايي ټولنه كې د توركيې د غړيتوب لاره هواره كړو چې وروسته  د سويډن لپاره لاره هواره شي.

 

د سټار ورځپاڼې " د اروپايي ټولنې په اړه د ولسمشر اردوغان څرګندونو په نړۍوالو رسنیو کې د پام وړ انعکاس وکړ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د ناټو تر سرمشریزې مخکې د اروپايي ټولنې په اړه د ولسمشر رجب طیب اردوغان وینا د نړۍ په مطبوعاتو کې د پام وړ انعکاس ومونده.  ولسمشر اردوغان "لومړی راشئ، په اروپايي ټولنه کې د تورکیې لپاره لاره هواره کړئ." دغه څرګندونې په نړیوالو رسنیو کې سرټکي شوي دي. اروپايي مطبوعاتو خپلو لوستونکو ته د ولسمشر اردوغان څرګندونو ته پراخه ځای ورکړی دی . اروپايي رسنیو لیکلي‌ دي‌ چې  "دوی تورکیې ته اړتیا لري" .

 

حریت ورځپاڼې " سپینه ماڼۍ: موږ په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب له غوښتنې ملاتړ کوو " د امریکا د سپینې ماڼۍ له خوا پرون په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې موږ په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب د غوښتنې ملاتړ کوو.

 

د خبرتورک ورځپاڼې " د ولسمشر مرستیال جودت یلمز: اروپايي ټولنه باید اړینه اراده وښيي " د  تورکیې د ولسمشر مرستیال جودت  یلماز د قطر له خبري اژانس سره په مرکه کې په اروپايي ټولنه کې د تورکیې د غړیتوب په اړه یوې پوښتنې ته ځواب ورکړ. يلماز وويل: "تږركيه د يو اروپايي هېواد په توګه په خپلو مسووليتونو پوهېږي. له اروپايي ټولنې څخه زموږ هيله دا ده چې د مشارکت او غړيتوب د بهير له لارې د خپلو اړيكو د پراختيا لپاره لازمه اراده وښيي."

وطن ورځپاڼې " له تورکیې څخه سویډن ته د ناټو اجازه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لیتوانیا په پلازمینه ویلنیوس کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ او د سویډن له لومړي وزیر کریسټرسن سره درې اړخیزه غونډه وکړه . سټولټنبرګ له غونډې وروسته په یوه بیان کې وویل، تورکیه به په ناټو کې د سویډن د غړیتوب پرېکړه پارلمان ته وړاندې کړي. مونږ یوې موافقې ته ورسیدو او یوه پریکړه لیک مو لاسلیک کړ. له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې زموږ پرېکړه د تورکیې له امنیت سره مرسته ده.»



اړوند خبرونه