د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d191/f723/495f/637f3e8870ef4.jpg?time=1718878492)
حریت ورځپاڼې "د سویډن په اړه د وزیر فیدان غبرګون" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د سویډن د ناوړه پارونې په اړه غبرګون وښود. فيدان وويل: "موږ يو ځل بيا په سويډن کې پر قرآن کريم باندې ناوړه بريد غندو او زموږ له خبرداري سره سره پدې پارونکو بریدونو سترګي پټوونکي هم غندو.هغه وویل چې د ستراتیژیک او امنیتي ارزونو له پلوه هغه موضوع چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب به ددې سازمان لپاره ګټه وي او که یو اضافي بار ډیر زیات بحث ته اړتیا لري.
د سټار ورځپاڼې "تورکیې او مصر په متقابله توګه د یو بل هیواد ته سفیران وټاکل " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې او مصر ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې د سفارت تر کچې لوړې شوې. په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې تورکیې صالح متلو شن په قاهره کې د سفیر په توګه او مصر امر الهاممي په انقره کې د مصر د سفیر په توګه په دنده وګماره.
صباح ورځپاڼې " ترکش ایرلاینز تر ټولو د ښه هوايي شرکت جایزه ترلاسه کړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز د نړیوال مالي ادارې ورلډ فنانس لخوا د "تر ټولو دوامداره بیرغ وړونکي شرکت " جایزه ترلاسه کړه.
د خبرتورک ورځپاڼې "د تورکیې د لوړو زړه کړو ادارې لخوا د QS د ۲۰۲۴ کال د نړۍوالو پوهنتونونو د درجه بندۍ په اړه څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د لوړو زده کړو ادارې ویلي دي چې د تورکیې ۲۵ پوهنتونونو د QS لخوا د ۲۰۲۴ کال د پوهنتونونو په درجه بندۍ کې ځای نیولی دی. د QS لخوا ۲۹۶۳ پوهنتونونه ارزول شوي دي چې ۱۵۰۳ پوهنتونونو په درجه بندۍ کې ځای نیولی دی.
د ینې شفق ورځپاڼې "روبوټ سوفیا' به په چاملي جا ټاور کې د راډیو ویاندي وکړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، صوفیا روبوټ، چې تر ټولو زیات د انسان په څېر او د مصنوعي ذکاوت محصول دی، د جولای په ۶ او ۷ مه نيټه په جینیوا کې په ترسره کیدونکې د راډیويي نشراتو په سیالۍ کې د استانبول د چاملي جا ټاور نه پدې سیالۍ کې ګډون وکړي. همداشان صوفیا روبوټ به د لومړي ځل لپاره راډیويي نشرات ترسره کړي.