د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې "ټولې سترګې اردوغان ته اوښتي دي" سرلیک لاندې لیکلي دي،
یوناني رسنۍ د ولسمشر رجب طیب اردوغان ډیپلوماتیک هلې ځلې او کار له نږدې تعقیبوي. د یونان د ERT نیوز کې د خبر له مخې، اردوغان به د ناټو په سرمشریزه کې چې د جولای په ۱۱-۱۲ نیټه د لیتوانیا په پلازمینه ویلنیس کې جوړیږي ګډون وکړي، د قطر او متحده عربي اماراتو په ګډون به خلیجي هیوادونو ته سفر وکړي او د سپتمبر په میاشت کې جوړیدونکي د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې به ګډون وکړي.
سټار ورځپاڼې "د تورکیې غبرګون سویډن دې ته اړ کړ چې احتیاطي تدابیر ونیسي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سویډن حکومت چې د ناټو د غړیتوب لپاره د تورکیې د تصویب په تمه دی ، په پلازمینه ستاکهولم کې د قران کریم د سوځولو وروسته د د ځینیو تدابیرو نیولو په لټه کې شو. د سویډن د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې یادونه شوې چې د پارونکي عمل ترسره کوونکی بهرنی تبعه و. په خبرپاڼه کې چې د دغسې پېښو د مخنیوي په خاطر يي د پولې كنټرول سخت کړی دی۔ ویل شوي چې دوی د نویو ګواښونو د مخنیوي لپاره تدابیر زیات کړي دي.
صباح ورځپاڼې "تورکیه به په فضا کې هم خپل اغیز لوړ کړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د امریکا د هوايي او فضايي ملي ادارې ناسا لخوا د تیرو ۱۱ کلونو لخوا جوړیدونکي د سپیس آپس چیلیج نړیوال فضايي پروګرامونو په سیالیو کې د تورکیې د فضايي چارو اژانس هم ګډون کړی دی. د تورکیې د صنعت او ټکنالوژۍ وزیر فاتح کاجار ویلي دي چې تورکیه به په فضايي ټکنالوژۍ لا زیاته پانګه اچونه وکړي
د خبرتورک ورځپاڼې " په تورکیه کې د ګرځندویانو یو ریکارټ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادراورال اوغلو اعلان وکړ چې د انتالیا او ترابزون هوایی ډګرونو د لوی اختر په جریان کې د (د مسافرینو شمیر) سره د ټولو وختونو ریکارډ مات کړ. وزیر اورال اوغلو وویل ، "دا رخصتي یوه رخصتي وه چیرې چې ریکارډونه مات شوي. موږ د خپلو ډیرو ښو او لوړ کیفیت خدماتو ثمره ترلاسه کوو. موږ به پدې برخه کې خپلې پانګې اچونې او خدماتو ته نوره هم وده ورکړو.
یینی شفق: "په جیلو کې ترهګرۍ ځای جشنونو نیولی دی " د سرلیک لاندې لیکلی دي،
د تورکیې د حکاری ولایت غرونه د ترهګریز سازمان PKK څخه پاک شول، او په ښار کې سوله ټینګه شوه. په سیمه کې د سولې او هوساینې د فضا د حاکمیدو له امله پرله پسې جشنونه جوړیږي. سیمه د کولتوري او سپورتي فعالیتونو د جشنونو کوربه توب کوي.