د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

2003162
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

 

د سټار ورځپاڼې " د انرژي انټیلجیټ لخوا مهم تحلیل " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

د امریکا د انرژۍ استخباراتو د می د ۱۴ او ۲۸  ټاکنو ته په اشارې سره د ولسمشر رجب طیب اردوغان د بریا په اړه یوه مقاله خپره کړې ده . په مقاله کې دې حقیقت ته پام شوی چې تورکیه یوه خپلواکه بهرنۍ تګلاره پرمخ وړي، د اردوغان د واکمنۍ پر مهال یې د تورکیې بهرنۍ پالیسي د اروپا او امریکا له ګټو پرته جوړه کړه او خپله لاره یې خپله کړه.

 

یینی شفق ورځپاڼې " د تورکیې، روسیې او ایران لخوا د هغو هیوادونو غندنه چې د پي کاکا او د هغوې د څانګو  ملاتړ کوي "  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، پرون د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د خبرو اترو شلم پړاو ترسره شو. روسیې، تورکیې او ایران د غونډې په پای کې یوه ګډه اعلامیه خپره کړه. په بیان کې ویل شوي، تورکیې، روسیې او ایران د سوریې په شمال ختیځ کې د PKK/YPG ملاتړي هیوادونو کړنې وغندلې.

 

صباح ورځپاڼې " وزیر اورال  اوغلو نیټه ورکړه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر اورال  اوغلو وویل، "موږ تر ۲۰۲۵ کال  کې د ملي تیز رفتار ریل ګاډی د مساپرو خدمت ته وړاندې کړو ."

 

د حریت ورځپاڼې " د انتالیا څخه نوی ریکارډ "د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي ، د تیرې خالي‌ په ورځ انتالیا ته په ۱۰۸۱ الوتکو کې  ۸۶ زره ۲۷۸ تنه سیلانیان راغلي‌ دي. د ویلو ده چې دا په یوه ورځ کې دې ولایت ته د راغلو د سیلانیانو ریکارټ دی.

 

وطن ورځپاڼې "د سمندري حلزون  صادرات د د ۷  میلیون ډالرو څخه واوښتل " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي‌ د روان کال د جنورۍ او مې په موده کې له تورکیې څخه د سمندري حلزون  صادرات ۱۵۹ سلنه زیات شوي او ۷ میلیونه ۲۳۵ زره ۴۳۷ ډالرو ته رسېدلي دي. ډیری صادرات سویلي کوریا ته شوي.



اړوند خبرونه