د تورکیي د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیي د ورځپاڼو سرټکي
حریت ورځپاڼې "اردوغان: موږ د کډوالو د داوطلبانه بیرته ستنیدو نه ملاتړ کوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، تورکیه چې تل یې د انسانیت او ګاونډیتوب دنده سرته رسولې، خپل وطن ته د پناه غوښتونکو په خوندي، داوطلبانه او باعزته توګه د ستنېدو ملاتړ کوي او په دې اړه لازمې پروژې تر سره کوي.
وطن ورځپاڼې " د اردوغان لخوا د لویدیځ پر خلاف د توکمپالنۍ غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې دوی د کډوالو په وړاندې د کرکې خبرې، د نیو نازي ایډیالوژۍ، اسلاموفوبیا او زینو فوبیا چې په لویدیځو هیوادونو کې د ریښو ځغلولو نه وروسته نورو ټولنو ته د زهر په څیر خپریږي ردوي.
د سټار ورځپاڼې " المان ترهګر 'توماس' له منځه یوړ شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي
تېره اوونۍ د عراق په شمال کې د تورکيې د وسله والو ځواکونو له خوا د پي کاکا ترهګرو پر خلاف په ترسره کړو عملیاتو کې د لمنځه وړو ترهګرو نه یو تن يي د جرمني تبعه و. ویل کیږي پدې عملیاتو کې وژل شوی ترهګر توماس جي وو.
د صباح ورځپاڼې "په آلمان کې د PKK اډه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د آلمان د اساسي قانون د ساتنې فدرالي سازمان (BfV) د معلوماتو له مخې، ترهګري سازمان PKK په آلمان کې د ۱۴۵۰۰ غړو په درلودلو سره د افراطي بهرنیو سازمانونو په منځ کې لومړی ځای لري.
ینی شفق ورځپاڼې "اردا ګولر ته لوی ویاړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
د ګولډن بوای جایزې لپاره نوماندان چې هر کال د ایټالیا د توتوسپورټ ورځپاڼې لخوا د ۲۱ کلونو څخه کم عمر لرونکي فوټبال لوبغاړو لپاره تنظیمیږي ، اعلان شول. د فوټبال د ملي لوبډلې اتلس کلن لوبغاړی اردا ګولر چې په تورکیه کې د فنرباغچې لوبډلې لپاره لوبه کوي، په اروپا کې د فوټبال د غوره ځوان لوبغاړي د ګولډن بوای جایزې ته نوماند شو.