د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1999009
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "اردوغان :  زموږ د لارې نقشه د سولې پر پڼسټ ده" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي دي چې د تورکیې  او  یونان  د اړیکو په اړه د تورکیې  د لارې نقشه د سولې په پربڼسټ ولاړه ده. اردوغان وویل "موږ غواړو چې د ایجین سمندر د سولې د سمندر په توګه نړۍ ته خپل پیغام واستوي."

حریت ورځپاڼې  "اردوغان:  د مذاکراتو د بیا پيلیدو لپاره لومړی باید شمالي‌ قبرس تورکي‌ جمهوریت په رسمیت وپیژندل شي " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې د قبرس لرغونی او اړین عنصر تورکان  په ټاپو کې هیڅکله هم  اقلیت نه وو او نه دي. اردوغان وویل: "که چیرې د خبرو اترو میز ته راستنیدو خبره د بحث وړ وي‌، د دې لپاره باید  د شمالي قبرس تورکي جمهوریت په رسمیت وپیژندل شي."

 

د وطن ورځپاڼې  "تاتار لخوا په قبرس کې په مساوي حقونو ټینګار " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د شمالي‌ قبرس تورکی‌ جمهوریت ولسمشر ایرسین تاتار وویل چې ولسمشر اردوغان تل د شمالي‌ قبرس تورکی‌ جمهوریت ته پاملرنه کړې او دا خبره دوې ته ځواک ورکوي. تاتار په دې خبرې سره چې په قبرس کې دوه جلا قومونه شتون لري، وویل "یوازې د خبرو اترو وضعیت په ټاپو کې د حاکمیت مساوات او د مساوي موقف منلو پر بنسټ ترسره کیدی شي."

 

ینی شفق ورځپاڼې  "د جرمني‌  د رسنیو لخوا د ولسمشر اردوغان ستاینه " د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي ، د جرمني په دولتي چینل کې د ولسمشر اردوغان د مشرۍ په اړه  خبرې وشوې. د ZDF تلویزیون مدیر مارکوس لانز وویل چې د تورکیې وسله وال بې پیلوټه الوتکې  هرچیرې الوتنې کوي . په سوریه، عراق، لیبیا، اذربایجان او اوکراین کې هرچیرې  د تورکیې بې پیلوته الوتکې الوتنې کوي. په بل عبارت، اردوغان په هر ځای کې ښکیل دی.

د سټار ورځپاڼې  "تورکیه د سیمې واکمن شوی" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،

د امریکا د بریکنګ ډیفنس ویب پاڼې په حواله لیکلي دي چې تورکیه په جنوب ختیځه اسیا کې د امریکا د دفاعي صنایعو تر ټولو ستر مقام د نیولو په حال کې دی. په مقاله کې ټینګار شوی چې تورکیه هغه هیواد و چې په مالیزیا کې د لیما ۲۰۲۳ دفاعي نندارتون کې یې خورا ډیر پام ځانته راجلب کړ.



اړوند خبرونه