د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې " د نوې دورې په لومړۍ ملي امنیت شورا کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ملي امنیت شورا له غونډې وروسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ پرون په پلازمینه انقره کې په ترسره شوې د ملي امنیت شورا په غونډه کې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته پاملرنه وشوه. په اعلاميه کې په دې ټينګار شوى نوې دوره کې چې د تورکيې د پېړۍ پيل دى زموږ د هېواد د امنيت، سولې او سوکالۍ د تامين په موخه بايد په همغه هوډ او دقت سره ګامونه پورته شي.
وطن ورځپاڼې " د آلمان خبري ارګان RND لخوا د هاکان فیدان په اړه په زړه پوری تحلیل " د سرلیک لاندې لیکلي ، د آلمان نشراتي ارګان (RND) د تورکیې د نوي بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان په اړه یو په زړه پوری تحلیل خپور کړ. د RND "هغه سړی چې په هرڅه پوهیږي: هاکان فیدان د تورکیې نوی بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو" تر سرلیک لاندې تحلیل خپور کړی دی. په خبر کې راغلي دي چې تقریبا ۱۳ کاله د تورکیې د استخباراتو د مشر په توګه دنده ترسره کوونکي د فیدان په څیر هیڅوک په پټو رازونو نه پوهیږي. همدا مسئله هغه د تورکیې یو له خورا ځواکمنو سړیو څخه جوړوي."
د سټار ورځپاڼې " د تورکیې صادرات زیات شوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکيې د صادراتو مجلس د معلوماتو له مخې، د روان کال په پنځو مياشتو کې د تورکيې صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۰،۲ سلنه زيات شوي او ۱۰۲ میليارډو ۵۲۰ مليونو امريکايي ډالرو ته رسېدلي دي.
یینی شفق ورځپاڼې " د حور جیټ الوتکې د الوتنې خورا ځانګړې ازموینه ترسره کړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې روزنیزې او سپکې تعرضي الوتکې حور جیټ پرون یوه ځانګړې الوتنه وکړه. حور جیټ د لومړي ځل لپاره په هوا کې د نوي سور او سپین رنګونو سره نندارې ته وړاندې شوه. د حور جیټ الوتکې دا مهمه الوتنه د عصري F-16 الوتکو سره په ګډه ترسره کړه.
خبر تورک ورځپاڼې " د خلیج څخه د سیلانیانو په شمیر کې زیاتوالی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د هوټلدارانو ټولنې راپور ورکړی چې د منځني ختیځ او خلیج سیمې څخه تورکیې د سیلانیانو راتګ دوام لري. له سیمې څخه تورکیې ته د راغلو سیلانیانو شمیر د تیر کال په لومړیو ۴ میاشتو کې ۱۳ سلنه زیات شوی او ۱ میلیون ۲۲ زرو تنو ته رسیدلی دی.