د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرتورک ورځپاڼې " اردوغان پوتین او زیلینسکي د ویجاړ شوي بند په اړه تحقیقاتو بلنه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په جلا جلا توګه ټیلیفوني خبرې وکړې. اردوغان د خبرو په ترڅ کې وویل چې دا مهمه ده چې په اوکراین کې د کاخوفکا په بند کې د چاودنې په اړه هراړخیز تحقیقات په داسې ډول ترسره شي چې د شک لپاره هیڅ ځای پاتې نه شي.
د سټار ورځپاڼې "روسیه: موږ د اردوغان په څرګندونو تمرکز کوو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، دوی له تورکیې سره د اړیکو په برخه کې د دوه اړخیزو ګټو او څو اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر څرګندونو تمرکز کړی دی.
وطن ورځپاڼې " له سویډن څخه ۱۸۰ درجې عقب نشیني " د سرلیک لاندې لیکلي دي، سویډن چې غواړي د ناټو سازمان غړي ترلاسه کړي د تروریزم ضد نوي قانون په پلي کولو سره چې د جون په لومړۍ نیټه نافذ شو ، ددې هیواد سترې محکمې تورکیې ته د پې کاکا ترهګري سازمان د ۳۵ کلن غړي سپارلو ته شنه څراغ ولګو. د ویلو ده چې سویډن راتلونکې میاشت کې د ناټو سرمشریزې څخه مخکې د تورکیې تصویب ته انتظار باسي. تورکیې ته د ترهګرو د سپارولو په اړه وروستۍ پریکړه به د سویډن حکومت وکړي.
حریت ورځپاڼې " په تورکیه کې د تیلو تولید په تیرو ۳۲ کلونو کې د لومړي ځل لپاره دې کچې ته لوړ شوی دی "په تورکیه کې د تیلو د وروستیو کشفونو سره په ۳۲ کلونو کې د کورني ورځني تولید تر ټولو لوړ حد ته رسیدلی دی. د تیلو ورځنی تولید ۷۰ زره ۷۶ بیرلو ته ورسید. هدف د کال تر پایه ۹۰ زره بېرله ټاکل شوی دی.
یني شفق ورځپاڼې " تورکي نړۍ په کاستامونو کې سره غونډه کوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکي نړۍ نړیوالې ورځې د جون د ۹ او ۱۱ نیټو ترمنځه په کاستامونو کې ولمانځل شي. پدې مراسمو کې به د ۲۳ هیوادونو نه هنرمندان ، د محلي نڅا ډلې او یو زیات شمیر نور هنرمندان ګډون وکړي.