د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1995432
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبر تورک ورځپاڼې  "ستولتنبرګ، موږ د تورکیې په  مشروع اندیښنو ډیر ښه اګاه یو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د استانبول په دولماباغچه  په ماڼۍ کې  د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره وکتل. سټولټنبرګ د غونډې په اړه وویل: «موږ د تورکیې د مشروع امنیتي اندیښنو په اړه بحث وکړ. سویډن د تورکیې د اندیښنو د حل لپاره ګامونه پورته کړي دي. سټولټنبرګ ویلي چې سویډن، تورکیه او ناټو به د جون په ۱۲مه غونډه وکړي.

 

د صباح ورځپاڼې  "د نړۍ له لورې هاکان  فیدان باندې د مبارکۍ باران " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو نوي‌ وزیر هاکان فیدان ته د نړۍ له ډېرو برخو څخه د مبارکۍ پیغامونه را روان دي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان، د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایرموف، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر کاترین کولونا، د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیترو کولیبا، د استونیا د بهرنیو چارو وزیر مارګوس تساکنا، د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بلستروم او د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریګوز په ټولنیزو رسنیو کې فیدان ته مبارکي وویله. او په خپله نوې دنده کې ورته بریالیتوب غوښتنه کړې ده .

 

د سټار ورځپاڼې  "هاکان فیدان په یوناني مطبوعاتو کې" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د

تورکیې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د هاکان فیدان ټاکل کیدو په یونان کې خورا انعکاس موندلی دی. د یونان مطبوعاتو ویلي دي چې فیدان یو ډیر هوښیار دیپلومات وو، «فیدان په هغو سیمو کې چې ډیپلوماسي ډیره ستونزمنه وه، لکه منځني ختیځ، شمالي افریقا او قفقاز کې یو ښه او ټکړه مذاکره کوونکی و. په پای کې، هغه په ​​​​مصر کې یو ډیر ستونزمن کار په غاړه واخیست او بالاخره یې د دروازې په خلاصولو کې بریالی شو.

 

حریت ورځپاڼې  "په اقتصاد کې نوی دوره" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې

د خزانې او مالیې  نوي‌ وزیر محمد شمشیک، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د نورالدین نباتی څخه دنده په غاړه واخیسته. محمد شمشیک وویل، "زموږ د حکومت اصلي موخه د ټولنیز هوساینې زیاتوالی دی. روڼتیا، ثبات، وړاندوینه او د نړیوالو نورمونو سره موافقت به په راتلونکي وخت کې دې هدف ته د رسیدو لپاره زموږ اساسي اصول وي.

 

یني شفق ورځپاڼې  "د تورکیې پوځ به په کوسوو کې د توازن ساتنه وکړي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، لکه څنګه چې په شمالي کوسوو کې د البانیایانو او سربانو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو، د تورکیې پوځ د ناټو د کوسوو ځواک  د یوې برخې په توګه هیواد ته د کمانډو کنډک واستاوه. د کوسوو شنونکی ډاکټر محمد کلیسي وویل چې د سربیا ولسمشر الکساندر ووچیچ ممکن له ولسمشر اردوغان څخه د تورکیې د کومانډو واحد غوښتنه کړې وي ځکه چې دواړه خواوې په تورکیه باور لري.



اړوند خبرونه