د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d191/f723/495f/637f3e8870ef4.jpg?time=1719226788)
د خبر تورک ورځپاڼې "د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ټاکنو عالي شورا مشر احمد ینر د مې په ۲۸ مه د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې. ینر، د ټاکل شوي ولسمشر رجب طیب اردوغان په سلو کې 52.18؛ هغه وویل چې کمال کلیچدارو اوغلو په سلو کې ۴۷،۸۲ رایې ترلاسه کړې دي.
د حریت ورځپاڼې " د چاووش اوغلو څخه سویډن ته ځواب " د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پر سویډن غږ وکړ چې د درې اړخیز تفاهم لیک له مخې خپل مکلفیتونه پر ځای کړي او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.
چاوش اوغلو په خپل ټویټر کې د ناروې په پلازمینه اوسلو کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په اړه د سویډن د بهرنیو چارو د وزیر توبیاس بلستروم څرګندونو ته ځواب ووایه.
وزير چاووش اوغلو وويل " د سويډن ملګرو ته زمونږ يو ډېر څرګند پيغام! خپل مکلفيتونه چې د درې اړخيز تفاهم ليک له مخې رامنځته شوي، پوره کړئ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړئ. له دې وروسته به نور مسايل حل شي."
د سټار ورځپاڼې "۱۳۳ هیوادونو تورکیې ته ترجیح ورکړې ده " د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ۲۰۲۲ کال کې، په بهر کې د تورکي شرکتونو قراردادي کارونه له ۱۹ عشاریه ۱ میلیارد ډالرو څخه واوښتل. ۱۳۳ مختلفو هیوادونو خپل ساختماني قراردادونه تورکي شرکتونو ته ورکړي دي. نوموړو په تورکي شرکتونو باور او اعتماد کړی دی. د ویلو ده چې تورکي شرکتونو ته تر ټولو زیات قراردادونه په اورپا او خپلواکو دولتونو د ټولنې په سیمه کې ورکړ شوي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې "له ټاکنو وروسته له روسیې لخوا د طلب کچه ډیره لوړه شوې "د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په تورکیه کې د می په ۲۸ مه د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته له روسیې څخه تورکیې ته د سفرونو غوښتنه ډېره شوې ده. د روسیې د ګرځندویانو ټولنې راپور ورکړی چې په تورکیه کې له ټاکنو وروسته د ګرځندویانو په غوښتنو کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
د صباح ورځپاڼې " سیلانیان انتالیا ته ترجیح ورکوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،انتالیا ته چې د تورکیې د سیاحت جنت بلل کیږي د سیلانیانو راتګ دوام لري. سږ کال د هوا له لارې دغه ښار ته د راغلو سيلانيانو شمېر ۳ مليونه ۴۰۵ زره ۴۵۸ تنو ته رسېدلی دی.