د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d191/f723/495f/637f3e8870ef4.jpg?time=1719197436)
د سټار ورځپاڼې " اردوغان: جمهوري ریاستي نظام له ولس څخه د باور رایه ترلاسه کړه " د سرلیک لاندې لیکلي ، ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د مې د ۱۴مې او ۲۸ مې د ټاکنو له پایلو څخه یوه دا ده چې د جمهوري ریاست نظام د هیوادوالو نه د باور رایه ترلاسه کړه.
صباح ورځپاڼې " د اردوغان او پوتین د لیدنې په اړه د کرملین اعلامیه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په وروستۍ ټیلیفوني تماس کې د مخامخ لیدنې نیت تایید شو. پیسکوف د دې په بیانولو سره چې تر اوسه د غونډې وخت او ځای نه دی ټاکل شوی، وویل: "داسې یو توافق شتون لري. زه ویلای شم چې موږ دې غونډې ته چمتووالی لرو."
حریت ورځپاڼې " د تورکیې اقتصاد په لومړۍ ربع کې خورا پیاوړی شوی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د احصایې ادارې د روان کال په لومړۍ ربع کې د تورکیې د اقتصاد د ودې ارقام اعلان کړل. تورکيې په لومړۍ ربع کې څلور سنله اقتصادي وده کړې ده .
وطن ورځپاڼې " له ۲۰۵ میلیون څخه زیاتو مسافرینو د استانبول هوایی ډګر څخه سفر کړی " د ترانسپورت او زیربنا وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو اعلان وکړ چې د استانبول هوايي ډګر د ۲۰۲۸ کال د اکتوبر په ۲۹ مه د پرانیستل کیدو نه راپدیخوا ددې هوايي ډګر نه تر اوسه پورې یو میلیون ۴۱۷ زره الوتنې ترسره شوي او له ۲۰۵ میلیون څخه زیاتو مسافرینو د استانبول هوایی ډګر ته سفر کړی .
خبر ترک ورځپاڼې " ۱۹۸۲ تنه ګرځندویان د دوو کروز کښتیو سره بودرم ته راغلل د سرلیک لاندې لیکلي دي ، پرون د موغلا ولایت د بودروم ولسوالۍ بند ته دوه لوکسو کروز کښتیو لنګر واچوه. په نوموړو دوو کښتیو کې ۱۹۸۲ تنه ګرځندویان بودروم ولسوالۍ ته راغلي دي.