د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

1982593
د تورکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "زیګانا تونل پرانیستل شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترابزون ښار کې د نوي زیګانا تونل د پرانیستې په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې دغه تونل په نړۍ کې درېیم تر ټولو اوږد  دوه طرفه سړک او په اروپا او تورکیه کې تر ټولو اوږد تونل دی. دا تونل تور سمندر له ختیځ او سویل ختیځ اناتولیا سره نښلوي، موږ له هغه ځایه ایران او منځني ختیځ ته چې د ورېښمو تاریخي لار بلل کېږي سره نښلوي. دغه تونل چې د زیګانا غره نه د تیریدو فرصت برابر کړ د سیمې د ودې او پراختیا  یو له سمبولونو څخه دی.

 

حریت ورځپاڼې "اردوغان کورنۍ چورلکې ته د نفس نوم ورکړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر اردوغان د کورنیو او ملي T70 چورلکو  ته چې د  ځنګلونو عمومي ریاست ته وسپارل شوې نومونه وکړل. ولسمشر اردوغان ټي ۷۰ د اور وژنې چورلکو ته د ( نفس ) او کشفي الوتکو ته د ( اوتاغ ) نوم ورکړ.

 

د خبرتورک ورځپاڼې "د چاووش اوغلو لخوا د څلور اړخیزې غونډې په اړه څرګندونې"د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د تورکیې، روسیې، ایران او سوریې د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه غونډه به د مې په لسمه په مسکو کې وشي.

 

د سټار ورځپاڼې  "د هنګري له وزیر څخه TOGG ته پوره لمبرې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک د هنګري د بهرنیو چارو  او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر پیټر سیجارتو د ټوګ موټر سره یو لنډ سفر وکړ . د هنګري وزیر د تورکیې د صنعت وزیر ته وویل "زه توګ موټر ته سل پوره لمبرې ورکوم" هغه وویل چې تورکیې ددې موټر سره د موټر جوړولو په نړۍوال صنایع په برخه کې یو ډیر مهم ځای خپل کړ.

صباح ورځپاڼې "تورکیې د فندقو له صادراتو څخه یو عشاریه ۳ میلیارد ډالرو عواید ترلاسه کړی دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تورکیې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال  د  فندقو  صادراتو فصل نه په ۸ میاشتو کې، یو عشاریه ۳  میلیارد ډالرو څخه ډیر عاید ترلاسه کړي دي.



اړوند خبرونه