د تورکیې د ورځپاڼنو سرتکي

د تورکیې د ورځپاڼنو سرتکي

1980558
د تورکیې د ورځپاڼنو سرتکي

 

حریت ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان: مونږ د اټومي قدرت لرونکو هیوادونو په کتار کې داخل شو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د اق قویو اټومي بټۍ د لومړي اټومي تیلو د وړاندې کولو په مراسمو کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان  په خپله وینا کې  وویل چې  تورکیه  د اتومي  قدرت لرونکو هیوادونو په کتار کې داخله شوه.

 

د صباح ورځپاڼې " پوتین: تورکیه به اوس د اټومي انرژۍ لرونکی هیواد وي"د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د اق قویو په اټومي بټۍ کې د لومړي ځل لپاره د اتومي سونګ موادو د وړاندې کولو په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې تورکیه به اوس په نړۍ کې یو له ټیټې بیې منابعو څخه د اتومي انرژۍ لرونکی هیواد شي.

 

وطن ورځپاڼې " وزیر ډونمز: هدف سینوپ او تراکیا " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د انرژی او طبیعی زیرمو وزیر فاتح ډونمز، پرون په مرسین کې د اق قویو اټومي انرژۍ بټۍ د  مراسمو وروسته په خپله وینا کې، د راتلونکو اټومي انرژۍ بټیو په اړه اشاره وکړه. هغه وویل چې راتلوونکې بټۍ به په سینوپ او تراکیا کې جوړې شي.

 

سټار ورځپاڼې " یونان ته د تورکیې د دفاع  د وزیر ښکاره  پیغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي  اکار پرون په خپله وینا کې وویل چې دوی د قانون په چوکاټ کې له یونان سره د ستونزو په حل کې صادق او جدي دي او ویلي یې دي چې د ایجین سمندر باید د دوستۍ او سولې سمندر وي. شتمني باید په عادلانه توګه وویشل  شي."

یینی شفق ورځپاڼې " د تورکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز د APEX څخه دوه جایزې ترلاسه کړې " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ملکي هوايي چلند شرکت ترکش ایرلاینز د ایرلاینونو د مسافرینونو د تجربې ټولنې (APEX)  لخوا  د نړۍ یو له معتبر او درناوي سازمانونو څخه شمیرل کیږي د غوره خدماتو معیار سره د اروپا د "غوره تفریح" او د اروپا د "غوره خواړه او څښاک" جایزې ورکړل شوې .4

ترکش ایرلاینز پدې ډول دوه غبرګې جایزې ترلاسه کړې.



اړوند خبرونه