د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d191/f723/495f/637f3e8870ef4.jpg?time=1719014335)
وطن ورځپاڼې "د اردوغان خبرو په یونان کې ډیر زیات انعکاس موندلی : تورکیه په اټومي ځواک بدلیږي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د یونان تر ټولو مشهورې ورځپاڼې کاتیمیریني د ولسمشر رجب طیب اردوغان هغو خبرو ته پام اړولی چې ویلي یې دي: «تورکیه به د نړۍ یو له مهمو اټومي قدرتونو باندې بدل شي او د تورکیې پیړۍ به هم د انرژۍ پیړۍ وي» یادې شوې ورځپاڼې "ترکیه په اټومي ځواک بدلیږي". د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.
د صباح ورځپاڼې " د تورکیې دفاع وزیر اوکرایني وزیر د تورکیې کورنی موټر د اوکراین د زیربنا وزیر اولیکساندر کوبراکوف ته د تورکیې قیصري ولایت ته د سفر پر مهال د هیواد کورنی او ملي موټر ټوګ تخصیص کړی وو.
د ینې شفق ورخپاڼې "د بایو ټیکنالوژیک سرطان مطالعات به ترسره شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک چې په کوجایلي ولایت په ګیبزې کې د تورکیې د علم او ټکنالوژۍ ادارې د واکسین او درملو پراختیا کیمپس دپرانستلو په مراسمو کې ګډون کړی وو وویل ، "د بایو ټیکنالوژیک درملو او واکسینونو ، سرطان مطالعات به (په دې کیمپس کې) ترسره شي ، ازموینې به د تجربوي څارویو سره ترسره شي. "
حریت ورځپاڼې "قره اسماعیل اوغلو: د استانبول په هوایی ډګرونو کې د مسافرینو شمیر ۳۸ سلنه ډیر شوی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل "د استانبول په هوایی ډګرونو کې د مسافرینو شمیر ۳۸ سلنه ډیر شوی. د دې کال په لومړیو ۳ میاشتو کې ، د استانبول هوایی ډګر د ۱۶ نیم میلیون مسافرینو کوربه توب کړی ، د صبیح ګوکچن هوایی ډګر د ۷ عشاریه ۹ میلیون مسافرو کوربه توب کړی دی".
سټار ورځپاڼې "استانبول په اروپا کې دویم ښار شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
په ۲۰۲۲ کې، په تورکیه کې د ۲۳ لوبو شرکتونو د ۴۲۴ عشاریه ۷ میلیون ډالر پانګونه کړې. استانبول له لندن وروسته دویم ښار شو چې په اروپا کې تر ټولو ډېرې لوبې لري. په ټوله نړۍ کې پنځم مقام خپل کړ.