د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1975942
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

 

د سټار ورځپاڼې  "اردوغان: په نړۍ کې زموږ په څیر هیڅوک نشته" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دې په څرګندولو سره چې دوی به د یو کال په اوږدو کې ۶۵۰ زره نوي کورونه جوړ کړي او د زلزله ځپلې سیمې به په خپو ودروي. هغه  وویل " حتا  موږ به د اختر د  رخصتۍ په جریان کې هم په کلیو کې  لومړني‌ کورونه، چې ساختماني چارې یې بشپړې شوې، حقدارانو ته وسپارو. " په نړۍ کې هیڅ بل  داسې دولت او داسې حکومت او اداره شتون نلري چې  د داسې  یو ستر نناورین څخه یوازې دوه نیم  میاشتې وروسته خپل اتباع له سره جوړ شوو خپلو کورونو ته راستانه کړي."

یني شفق ورځپاڼې " TCG  انادولو سرای برنو ساحل ته راورسیده" د سرلیک لاندې لیکلي‌‌ دي، TCG انادولو د نړۍ لومړی وسله وال بې پیلوټه الوتکې لیږدونکې جنګي کښتۍ استانبول په سرای بورنو په بندر کې لنګر واچو. دا لویه  کښتۍ به د اپریل  په ۱۷ مه ۱۸ مه او ۲۳ مو  نیټو د ماسپخین د یوې او ماښام د شپږو بجو ترمنځه  د هیوادوالو پر مخ پرانیستل شي‌ تر څو د نږدې نه ترینه لیدنه وکړي.

حریت ورځپاڼې  " د تورکیې کورنۍ موټر ټوګ نړیوال بازار ته صادرات پيلوي" د سرلی لیک لاندې لیکلي‌ دي ،د تورکیې  کورنۍ او ملي‌ موټر ټوګ د  نړۍ بازارونو ته صادراتو  لپاره چمتوالی نیسي. د توګ لومړنی هدف د اروپا په بازار کې د حاکمیت ټینګول دي. شرکت په پام کې لري چې په ۲۰۲۴ کال  کې د پراخه چارج کولو زیربنا سیسټم رامینځته کولو سره نړیوال بریښنایی موټر بازار ته ننوځي. د 'T10X' ماډل به په لومړي ځای کې د لوی برانڈونو سره سیالي کولو لپاره بازار ته داخل شي.

 

د صباح ورځپاڼې  "په یوناني مطبوعاتو کې د Imece سپوږمکۍ انعکاسات"  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، یوناني رسنیو د تورکیې د لومړۍ کشفي  سپوږمکۍ İmece سره ډیره علاقه ښودلې. کاتیمیریني ورځپاڼې لیکلي، چې دغه سپوږمکۍ به ۶۸۰ کیلومتره په مدار کې وي او د دفاع، طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې، چاپېریال او ښارجوړونې، کرنې او ځنګلونو په برخو کې به خدمت وکړي.

 

د خبرتورک ورځپاڼې  " په آیوالک ولسوالۍ  کې هدف ۴۵۰  زره سیلانیان " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د بالکیسیر ولایت د ایوالک ولسوالۍ ښاروال مسعود ایرګین وویل چې په ۲۰۲۲ کال کې تر ۳۰۰ زرو تنو ډیرو د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه توب کړی دی او د روان کال لپاره یي دا هدف ۴۵۰ زرو تنه ټاکلی کړی. په پام کې لري‌ چې سږ کال د تیر کال په پرتله ۵۰ سلنه د لا زیاتو سیلانیانو کوربه توب وکړو.

ایوالک ولسوالي د خپل کلتور، سمندر، شګیو او لمر سره د سیاحت لپاره د پام وړ مرکز دی.

 



اړوند خبرونه