د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1974930
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د سټار ورځپاڼې " د تورکیې لخوا  د مصر په اړه څرګندونې " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،  د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو تیره ورځ  د مصر د بهرنیو چارو وزیر سامح شکري سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، "موږ غواړو د مصر سره پرانیستې نوې پاڼه د ګډو پروژو او بریالیتوب کیسې  سره ډکه کړوسره ."

 

وطن ورځپاڼې " وزیر ورانک: موږ به  هر څه ژر د اروپا په کوڅو کې د  توګ لیدل پیل کړو " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د  صنعت او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورنک پرون په یوه بیان کې وویل، " د تورکیې کورنی موټر توګ یوه پروژه ده چې ټولې نړۍ ته د تورکیې وړتیاوې منعکسوي. موږ به د اروپا په سړکونو کې هم د توګ لیدل پیل کړو.

 

د خبر تورک ورځپاڼې " د فصل لومړی کروز ستره کښتۍ  د ۴۵۰ تنو  مسافرینو سره مارماریس ته ورسیده " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د بهاماس بیرغ لرونکې لوکس کروز کښتۍ "سلور اسپریټ" د موغلا ولایت د  مارماریس  ولسوالۍ  ته ورسیده. ویل شوي، چې په دې کښتۍ کې ۴۵۰ مسافر او ۴۰۰ کارکوونکي سپاره وو، چې ډېری یې د امریکا او برتانیا اتباع دي.

 

صباح ورځپاڼې " د تورکیې د تیارو جامو او نساجۍ  صادرات ۵.۲  میلیارده ډالرو ته ورسېدل  " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي د تیارو جام او نساجۍ د  صنعت  صادرات د روان کال په لومړۍ ربع کې د پنځه عشاریه دوه  میلیارد ډالرو څخه واوښتل.

 

د حریت ورځپاڼې "د بیشکتاش او  اتلیټیکو ماډریډ دوستانه لوبه په اسپانوي رسنیو کې پراخه پوښښ موندلی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، تیره ورځ د تورکیې د بیشکتاش او اسپانیا د اتلیټیکو ماډریډ کلبونو ترمینځ ترسره شوه  دوستانه لوبې ټول عاید زلزله ځپلو ته ورکړ شول. همداشان دې لوبې په اسپانوي رسنیو کې پراخه پوښښ پيدا کړ. د هیواد ځینو ورځپاڼو په خپلو خبرونو کې "د زلزله ځپلو لپاره جوړ شوی دا پروګرام د ستاینې وړ وه"، "دا د فوټبال لپاره دی"، "د بیشکتاش او اتلیټیکو لوی پیوستون" عبارتونه کارولي.



اړوند خبرونه