د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1973768
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "اردوغان خپل ټاکنیز منشور اعلان کړ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ټاکنیز منشور اعلان کړ. د دې له مخې، لږ تر لږه معاش به د روان کال په جولای کې هم لوړ شي. هغه کسانو ته چې نوی واده کوي‌ هغوې ته  به د سود پرته د دوه کلن واده پور ورکول کیږي. همداشان د کور میرمنو ته چې دنده نه اجراء کوي‌ تقاعد زمینه برابره شي. په ۲۰۲۸ کال کې به صادرات لږ تر لږه ۴۰۰ میلیاردو ډالرو ته لوړ شي.

 

یینی شفق ورځپاڼې  "اردوغان، موږ به د تورکیې وده ته دوام ورکړو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې ولسمشر اردوغان وویل چې د  اقتصاد؛ پانګې اچونې، کارموندنې، تولید، صادراتو او د وارداتو پر ځای د صادراتو د زیاتوالي‌ له لارې به د تورکیې اقتصادي‌  ودې ته دوام  ورکړي. اردوغان په دې باندې په ټینګار سره چې تل به د انفلاسیون د کچې څخه پورته د خپلو معاشونو په لوړولو سره د کارکونکو هوساینې ته وده ورکړي، وویل، موږ به په پنځو کلونو کې ۶ میلیونه نوې دندې رامنځته کړو او د بیکارۍ کچه به ۷ سلنې ته راټیټه کړو کړو.

 

حریت ورځپاڼې  "د زلزلې په سیمه کې به لومړني کورونه د رخصتۍ په جریان کې ورکړل شي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د چاپېریال، ښارجوړونې او اقلیم د بدلون وزیر مرات کوروم یادونه وکړه چې دوی د فبرورۍ په شپږمه په زلزله کې د ویجاړ شویو کورونو د بدلولو ژمنه کړې وه، وویل، "موږ به د ۱۱ ولایتونو لپاره په خپلو ژمنو عمل وکړو." هغه وویل  چې په زلزله ځپلو سیمو کې به لومړی کورونه د کوچني‌ اختر په لومړۍ ورځ یعنې د اپریل په ۲۱ مه نیټه په مستحقیقنو باندې په ویشلو پيل وکړو.

 

د سټار ورځپاڼې  "نړۍ د TCG انادولو په اړه خبرې کوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي

TCG انادولو  ستره تعرضي کښتۍ چې په ‌ نړۍ کې  لومړۍ بې پیلوټه الوتکو لیږدونکې او د تورکیې تر ټولو لوی پوځي کښتۍ ده تیره د تیرې دوشنبې پر ورځ د تورکیې سمندري‌ ځواکونو ته وسپارل شوه. دې کښتۍ د نړۍ په رسنیو کې پراخه انعکاس موندلی دی. په داسې حال کې چې بلومبرګ "اردوغان خپل پوځي ځواک نندارې ته وړاندې کړ د سرلیک لاندې خبر خپور کړی وو،" ګلف نیوز وویل، "TCG انادولو د بې پیلوټه الوتکو وړتیاوې ښیې." د بروسل ټایمز بیا لیکلي دي: "د تورکیې لومړۍ جنګي بې پیلوټه الوتکه خدمت ته داخله شوه". د میډل ایست ایز بیا TCG انادولو نه د یو ستر طاقت په توګه یادونه کړې ده .

وطن ورځپاڼې  "تاریخي سیاحت ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

انتالیا، د ګرځندوی ښار چې هر کال د لسګونو هیوادونو څخه د ملیونونو سیلانیانو کوربه توب کوي، د تیر کال د اپریل په ۲۳ نیټه پدې ولایت کې د ګرځندویانو شمیر د ۱ میلیون یو میلیون تنو ته رسیدلی وو، خو سږ کال دا رقم  بیا  څو ورځې وړاندې د یو میلیون تنو نه اوښتی دی.  تر اوسه پورې انتاليا ته يو مليون ٧٢ زره ٧٤٢ سيلانيان راغلي دي چې د تېر کال په پرتله ٦٠ سلنه زياتوالى لري. انتالیا د ګرځندوی په تاریخ کې د جنوري ، فبروري ، مارچ او اپریل ترټولو غوره میاشتې تجربه کړې. تمه کیږي چې انتالیا ته د ۱۷ ملیون سیلانیانو هدف ته ورسیږي.



اړوند خبرونه