د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
سهار ورځپاڼې " اردوغان: یوه داسې لاسته راوړنه ده چې باید پرې وویاړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرون د توركيې د تر ټولو سترې پوځي تعرضي بېړۍ TCG انادولو سمندري ځواکونو ته د تسلسمولو په مراسمو كې وينا وكړه. اردوغان وویل: "دا حقیقت چې تورکیه یو له هغو لسو هیوادونو څخه دی چې خپله کښتۍ طرحه ، ډیزاین او جوړوي وچ شعار نه دی ، دا داسې لاسته راوړنه ده چې باید پرې افتخار وشي. "
وطن ورځپاڼې " اکار: دا به د تورکیې ځواک او طاقت لا پسې پیاوړی کړي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د TCG انادولو ستره تعرضي او په نړۍ کې لومړنۍ د په وسلو سمبال ډرون الوتکو لیږدونکې د تورکیې سمندري ځواکونو ته وسپارل شوه. د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د نوموړې کښتۍ د تسلمیولو په مراسمو کې وویل چې دا کښتۍ به د تورکیې ځواک او طاقت لا پسې پیاوړی کړي .
د سټار ورځپاڼې " ورانک: موږ به وکولی شو چې د نړۍ د هر کوټ نه چې وغواړو د هغه ځای عکسونه ترلاسه کړو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک وویل چې د IMECE سپوږمه کۍ په مرسته چې په تورکیه کې د کورني او ملي امکاناتو سره جوړه شوې ده او د تورکیې لومړنۍ مشاهده کوونکې سپوږمکۍ ده ، دا به ممکنه کړي چې له ټولې نړۍ څخه مطلوب عکسونه ترلاسه کړي. وزیر ورانک وویل، "IMECE به په فضا کې د تورکیې د پوځ په سترګو بدله شي."
حریت ورځپاڼې " چاووش اوغلو: ممکن د می په میاشت کې په مسکو کې مهمه غونډه جوړه شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون په ژوندۍ خپرونه کې وویل چې د سوریې په اړه څلور اړخیزه غونډه به د مې میاشتې په پیل کې په مسکو کې جوړه شي.
د خبرتورک ورځپاڼې " په دریو میاشتو کې د ختیځې تور بحیرې سیمې څخه د ترکي سالمون کبانو صادرات د ۲۳ میلیون ډالرو څخه واوښتل " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د جنورۍ او مارچ میاشتو په موده کې د ختیځې تورې بحیرې له سیمې څخه د تورکیې د سالمون کبانو صادرات د ۳۵۴ سلنه زیاتوالي سره ۲۳ میلیونه ۷۲ زره ۷۵۱ ډالرو ته رسیدلي دي.