د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

1972398
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي‌

د سټار ورځپاڼې  "د اردوغان د تورکیې د نوې سپوږمه کۍ د عکس  نشرول" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ، لومړنۍ لوړ ریزولوشن سپوږمکۍ İMECE چې د کورنیو او ملي سرچینو سره تولید شوې، د اپریل په ۱۱ به د فضا په لور  وتوغول شي.

 

د حریت ورځپاڼې  " د تورکیې د انرژۍ وزیر د تورې بحیرې ګازو په اړه نیټه اعلان کړ " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،تورکيې د تور سمندرګي د ګازو لپاره معکوس شمېرنه پيل شوه . امریکا میشتې د بلومبرګ ورځپاڼې د تورکیې د انرژۍ او طبعي‌ زیرمو وزیر فاتح دونمز هغه څرګندونې چې د تور سمندرګي‌ ګاز به د مې په میاشت کې  زموږ تر کورونو راورسیږي‌ د خپلو لوستونکو سره شریکې کړي‌ دي. یادې شوې ورځپاڼې

تورکیې په تور سمندرګي‌ کې کشف کړي‌ ګاز د مې د میاشتې پورې خپلو کورونو ته د رسولو هدف ټاکلی دی د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی.

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "د موټرو په صادراتو  کې تاریخي ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،د تورکیې د موټرو سکتور د مارچ په میاشت کې تاریخي ریکارډ مات کړ او د ۲۲ عشاریه ۸  سلنې په زیاتوالي سره یې د ۳ عشاریه ۳ میلیارد ډالرو صادرات ترسره کړل.

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "د زراعتي صادراتو ریکارډ"  د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي

د کرنې سکتور د ۸ میلیارد ۶۲۶ میلیون ډالرو  صادراتو سره د ټولو وختونو په لومړۍ ربع کې ترټولو لوړ صادراتو ته رسیدلی.

صباح  ورځپاڼې "وزیر ایرسوی: موږ هغه هیواد یو چې په نړۍ کې له امریکا  وروسته تر ټولو ډیر فلمونه صادرو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د تورکیې د کلتور او ګرځندوی وزیر محمد نوری ایرسوی ( مانو په چناق قلعه کې )  په نامه د انیمشین فلم په معرفي‌ غونډه کې په خپله وینا کې وویل چې"زموږ هیواد د فلم صنعت کې خورا پرمختللی دی. موږ هغه هیواد یو چې په نړۍ کې د امریکا نه وروسته  تر ټولو ډیر فلمونه صادروي.



اړوند خبرونه