د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې ״ اردوغان: هره ویجاړه شوې ودانۍ به له سره ورغوو״ د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د فبرورۍ په شپږمه نېټه په قهرمانمارشش كې له زلزلې وروسته چې ۱۱ ولایتونه يي ځپلي دي د ۱۷ زره ۹۰۲ كورونو د بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو كې وینا وکړه. هغه وویل چې ״ موږ د خپلې هرې ويجاړې شوې ودانۍ او د خپلو ښارونو د بیا جوړولو او احیا کولو د له سره د تورکيې پېړۍ په لور ګام په ګام پرمخ روان يو.
د ینې شفق ورځپاڼې "د پیړۍ پیوستون کمپاین" پیل شو د سرلیک لاندې لیکلي دي ،
د تورکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست په تورکیه کې د پیړۍ د ناورین په توګه یادوو شوو زلزلو نه وروسته ښودل شوي پيوستون او همغږۍ ته د پاملرنې کولو په موخه د "مونږ په ګډه تورکیه یو" په شعار سره د "پیړۍ د پیوستون کمپاین" پیل کړ.
د صباح ورځپاڼې "التای راروان دی! د ماموریت نیټه اعلان شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د التای ټانک چې د ملي امکاناتو سره تولید شوی چې د تورکیې پوځ طاقت او قوت به لا پسې پیاوړی کړي ، د ډله ایز تولید مرحلې ته رسیدلی دی. دا ټانک د اپریل په ۲۳ د ازموینې لپاره د تورکیې وسله والو ځواکونو ته د سپارلو لپاره چمتو کیږي.
د سټار ورځپاڼې "د روغتیا سیاحت کې د د ۲۵ نه تر ۳۰ سلنې پورې د زیاتوالي هدف" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د روغتیا ګرځندوی ټولنو د فدراسیون رییس توفیق یازان وویل چې دوی تمه لري په ۲۰۲۳ کال کې د روغتیا سیاحت عاید او د ناروغانو شمیر د ۲۵ نه تر ۳۰ سلنه ډیر شي.
حریت ورځپاڼې "د استانبول هوايي ډګر په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د فبروري په میاشت کې د هوایی چلند خوندیتوب لپاره د اروپایی سازمان (ایرو کنټرول) هوایی ترافیک راپور له مخې ، د استانبول هوایی ډګر په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر شو. د ترانسپورت او زیربنا وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل، "د استانبول هوايي ډګر د فبروري په میاشت کې، د ۳۵۵۶۹ الوتنو سره د ، ۵ میلیونه ۱۳۶ زره او ۴۱۳ تنو مسافرینو کوربه توب کړی دی. په اروپا کې لومړی، د استانبول هوایی ډګر د خپل غوره خدماتو کیفیت سره زموږ د ملیونونو مسافرینو کوربه توب ته دوام ورکوي."