د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d191/f723/495f/637f3e8870ef4.jpg?time=1718855310)
د خبرتورک ورځپاڼې "اردوغان: د غلې په دهلېز کې د تورکیې بریا د هر چا په ژبه ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ولسمشر رجب طیب اردوغان د تورې بحیرې د غلو دهلیز د هوکړې په اړه یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې وویل، تورکیه یوازینی هېواد دی چې د روسیې او اوکراین په جګړه کې د منځګړي هېواد په توګه ورته اشاره شوې او په دې برخه کې تر اوسه په نړۍ کې منل شوي دي. د تورې بحیرې د غلې دهلېز په قضیه کې د تورکیې بریا د ټولو په خوله ده.»
د سټار ورځپاڼې "له تورکیې څخه د اسرائیلو غندنه" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د تورکيې د بهرنیو چارو وزارت له غزې تړانګې څخه د اسرائیلو د وتلو او په قانون کې د بعضو تعدیلاتو چې له مخې په لویدیځه غاړه کې په غیرې قانوني توګه د فلسطینیانو د کورونو د ورانولو او تخلیه کولو ته اجازه نه ورکوله وغندل.
صباح ورځپاڼې "دا سیستم به د تورکیې د سمندري ځواک طاقت لا پسې زیات کړي" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اوبو لاندې دفاعي سیسټمونو کې د خپلې تجربې سره، د تورکیې مشهور د دفاعي صنعت یو له مخکښو شرکتونو څخه اسلسن ، د تورکیې سمندري ځواکونو لپاره "خپلواکه د اوبو لاندې واسطه" جوړه کړې چې د اوبو لاندې خپل هدف ته په خاموشۍ سره د خپل هدف پر لورې د حرکت وړتیا لري.
حریت ورځپاڼې "د استانبول هوایی ډګر د دریم ځل لپاره د کال د هوایی ډګر جایزه ترلاسه کړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول هوايي ډګر د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو وروسته سږ کال یو ځل بیا د ایر ټرانسپورت د جایزو لخوا د کال تر ټولو د غوره هوايي ډګر په توګه وټاکل شو.
ینې شفق ورځپاڼې "مسعود اوزیل له فوټبال څخه تقاعد وکړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي،
مسعود اوزیل، چې په ۲۰۲۱ کې د انګلیس پریمیر لیګ ټیم ارسنال څخه فینرباغچې ته لیږدول شوی و او وروستی ځل یې د باشق شهیر لپاره لوبیدلی و، خپل فعال فوټبال کیریر پای ته ورساوه.