د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1960451
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

 خبرتورک ورځپاڼې " د اردوغان لخوا  په یو کال کې د ۶۵۰ زره کورونو د جوړولو ژمنه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې دوی د یو کال په موده کې د فبرورۍ د شپږمې نیټې په زلزله کې ویجاړ شوو ښارونه د بیار جوړونې  ژمنه کړې او ویلي یې دي چې په پلان کې لري چې ۶۵۰ زره کورونه جوړ کړي او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري. اردوغان وویل: "موږ په تیرو ۲۰ کلونو کې د ۱ میلیون ۱۸۰ زره ډله ایزو کورونو پروژې سرته رسولي او د ښاري بدلون ۳ عشاریه درې میلیونه  پروژې چې موږ سرته رسولي  دا تضمین دي چې موږ به خپلې ژمنې پر ځای کړو."

حریت ورځپاڼې "له اردوغان څخه فنلنډ ته ښه او مثبت پيغام " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، فنلینډ او سویډن چې په ناټو کې د غړیتوب لپاره د تورکیې تصویب ته انتظار دي سترګې یې د انقرې تصویب ته اوښتي  دي. تورکیې  د سویډن برعکس، د فنلینډ لپاره شین څراغ لګولی . تورکیې ویلي دي چې فیلینډ تر ډیره حده د تورکیې غوښتنو ته ځواب ورکړی دی. ولسمشر اردوغان په ناټو کې د فنلیند د غړیتوب په اړه وویل: «موږ به هغه ژمنه عملي کړو چې د جمعې په ورځ مو کړې وه.

د ینې شفق ورځپاڼې " د د فنلینډ په اړه د ولسمشر اردوغان  وینا په نړیوالو رسنیو کې د پام وړ انعکاس موندلی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

ولسمشر اردوغان په ناټو کې د فنلینډ د غړیتوب په اړه وینا وکړه او وویل چې «موږ به خپل مسئولیت ادا کړو، د جمعې په ورځ به خپله ژمنه پوره کړو. همداشان په نړۍوالو رسنیو کې ویل شوي دي چې سویډن د ناټو د غړیتوب نه بهر پاتې شو. فنلینډ د تورکیې منظوري ترلاسه کړه.

سټار ورځپاڼې  "ترکمنستان د هایدروکاربن شتمني ویشلو ته چمتو دی"  سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکمنستان د ملي مصلحت رئیس  قربانقلي بردي محمدوف په وینا، تورکیه لومړنی هېواد و چې ترکمنستان یې په رسمیت وپېژانده، د ترکمنستان ملي مصلحت رئیس   قربانقلي بردي محمدوف وویل چې دوی غواړي د هېواد د هایدروکاربن شتمني له تورکيې کورنۍ سره شریکه کړي.

 

وطن ورځپاڼې  "ټوګ  موټر لارو او سړکانو ته راووت " د سرلیک لاندې لیکلي دي

د بورسا په ګملیک ولسوالۍ کې تولید شوی ، د تورکیې لومړی بریښنایی سمارټ موټر، توګ ، د مختلف رنګونو موټرو سره په امتحاني مزل پيل وکړ. هغه وسایط چې د بورسا په واټونو او کوڅو کې ازمایل شوي د ښاریانو لخوا هم ستایل شوي.



اړوند خبرونه