د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1957568
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې "شینټوپ: په ملګرو ملتونو کې هراړخیز اصلاحات اړین دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې د  ملي شورا  مشر مصطفی شینتوپ وویل چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا جوړښت چې نشي کولی نړیواله سوله رامینځته کړي باید بدلون ومومي. شینټوپ وویل، "دا نور د منلو وړ  خبره نه ده چې یوازې پنځه  هیوادونو دې د ټولې نړۍ او د ټولو هیوادونو په اړه پریکړې صلاحتیت ولري.دا ساختار ننیو ستونزو ته په بشپړه توګه ځواب ویلی نشي  او نیمګړی دی."

وطن ورځپاڼې "د اروپايي ټولنې  څخه د تورکیې خوشحالوونکی ملاتړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي  ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې د فبرورۍ په شپږمه په قهرمانماراش کې له زلزلې وروسته څرګند نړیوال پیوستون او ملاتړ تورکیې ته  مورال او ځواک ورکړ. چاووش اوغلو وویل، "موږ به په راتلونکې موده کې د بیا رغونې په بهیر کې د اروپایي ټولنې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړو."

صباح ورځپاڼې "تورکیه د غلو دهلیز لپاره یو ځل بیا لاس په کار شوه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي  اکار وویل  روسیې او اوکراین د جګړې له امله د خوراکي توکو د بحران د خطر د له منځه وړلو لپاره د تورکیې په هڅو رامینځته شوي  د غلو دهلیز نیټه چې د مارچ په ۱۸ نیټه به پایته رسیږي  د دوام په خاطر يي تورکیې په هلو ځلو پيل کړی دی. اکار وویل چې روسیه او اوکراین دې مسلې ته په مثبت نظر ګوري.

ییني شفق ورځپاڼې  "له تورکیې څخه سعودي عربستان ته د صادراتو ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،تورکیه د صادراتو په برخه کې په کلک هوډ سره  پرمختګ  ته په دوام ورکولو سره سعودي عربستان ته هم په خپلو صادراتو کې ستر پرمختګ کړی دی. سعودي عربستان ته د تورکیې صادرات د سږ کال د جنورۍ او فبرورۍ په موده کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۲ برابره زیات شوي چې له ۱۱ میلیونو ۲۰۹ زرو ډالرو څخه ۳۶۷ میلیونه ۳۶۳ زره ډالرو ته رسېدلي دي.

د سټار ورځپاڼې "جرمني سیلانیانو تورکیه غوره کړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي

تورکیه د جرمني ګرځندویانو د سفر په لومړیتوبونو کې لومړی ځای لري. نوربرټ فیبیګ، د آلمان سیاحتي نماینده ګیو د اتحادیې رئیس وویل: "موږ په دسمبر، جنوري او فبروري کې قوي بکینګ ترلاسه کړی دی. زموږ د تورکي شریکانو او ملګرو لپاره ښه خبره دا ده چې تورکیه د ګرځندویانو تر ټولو زیات د خوښې هیواد دی. د ګرځندویانو لومړنۍ ترجیح تورکیه ده.



اړوند خبرونه