د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1956911
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې  "ملګري ملتونه:  اوس زموږ وار  دی چې سخاوت وکړو" د سرلیک لاندې لیکلي  دي ،  پداسې حال کې چې اروپايی ټولنه  د تورکیې لپاره د مرستې راټولو کنفرانس ته تیاری نیسي، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازې لوئیسا وینټون د تورکیې په اړه ډیر مهم پیغام خپور کړ. وینټون وویل، " تورکیې  د سوریې د خلکو په وړاندې د ښودلي  سخاوت  په مقابل کې اوس ددې وار دی چې نړۍ  نړۍواله ټولنه د تورکیې په اړه چې د زلزلو له امله سخت اغیزمن شوی دی خپل سخاوت وښايي."

صباح ورځپاڼې " ملګري ملتونه: تورکیې په دومره لنډ وخت کې ستر کار کړی دی"  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ملګرو ملتونو د ناورین ارزونې او همغږۍ (UNDAC) ټیم، چې د  کډوالو د موقتي کانټینرونو د کمپ  څخه لیدنه وکړه ، وویل ، د ۶ ورځو په څیر په ډیره کمه موده کې د یو داسې مجعز کمپ جوړول اسانه خبره نده. تورکیې په واقعیت سره چې یو ډیر ستر کار کړی دی. د ویلو ده چې د تورکیې د ادیمان په ولایت کې  د زلزله ځپلو لپاره ۵۰۰ کانټینرونو بشپړ مجهز کمپ  جوړ شو. په پام کې ده چې د یوې میاشتې په اوږدو کې د کانټینرونو شمیر ۱۸۱۷ ته لوړ شي.

حریت ورځپاڼې " د فنلنډ او سویډن څرګندونې باید په کوټلو ګامونو بدلې شي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د (تورکیې) دیپلوماتیکو سرچینو د سویډن او فنلنډ د ناټو د غړیتوب د بهیر په اړه وویل، په ځینو قوانینو کې بدلونونه او توضیحات باید په کوټلو ګامونو بدل شي. د ترهګرۍ د تمویل، استخدام، پروپاګند او ترهګریزو فعالیتونو د مخنیوي لپاره له دواړو هېوادونو څخه د کوټلي ګامونو تمه کېږي.

د خبرتورک ورځپاڼې "د زراعتي صادراتو ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي  دي ،

د تورکیې د کرنې سکتور د جنوري – فبرورۍ  میاشتو کې تر ټولو لوړ صادرات  کړي  چې  ۵ میلیارد ۴۳۴ میلیون ډالرو رسیدلي  دي. کرنیز صادرات، چې د ۲۰۲۲ کال د همدې مودې په پرتله د کال په لومړیو ۲ میاشتو کې ۲.۷ سلنه زیات شوي، د تورکیې د مجموعي صادراتو  ۱۶.۲ سلنه تشکیلوي.

یینی شفق ورځپاڼې  "د TOGG لپاره  د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د لومړي کورني او بریښنایی موټر، توګ اعلان کړی وو چې ، خپل لومړنی موټر  به د مارچ  د میاشتې په پای کې بازار ته عرضه کړي. تمه کیږي چې د Togg C-SUV  ماډل موټر په روانه  میاشت کې بازار ته عرضه او لارو او سړکانو ته راووځي. د TOGG موټر لپاره  لومړنیو سپارښتنو پروسه به ډیر ژر د TOGG رسمي ویب پا او د ټرومور د اپلکیشن له لارې خپور شي .



اړوند خبرونه