د تورکیې د ورځپانو سرټکي
د تورکیې د ورځپانو سرټکي
حریت ورځپاڼې " اردوغان: د ۳۰۹ زره کورونو د جوړولو کار پیلوو " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د قهرمانماراش ولایت د البستان او د مالاتیا ولایت د دوغان شهير په ولسواليو کې د زلزله ځپلو سیمو له زلزله ځپلو خلکو سره ليدنه وكړه. اردوغان دلته په خپله وینا کې وویل "موږ د مارچ او اپریل په میاشتو کې په زلزله ځپلو سیمو کې د ۳۰۹ زره کورونو جوړولو کار پیلوو."
د سټار ورځپاڼې " د زلزله ځپلو لپاره د کورونو د جوړولو چارې پیل شوې" د لیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د چاپېریال، ښارجوړونې او اقلیم د بدلون وزیر مرات کوروم وویل، "موږ به په لومړي سر کې د هاتای په ولایت کې په ټاکل شوو سیمو کې د امانوس غره په څنډو کې د کورونو په جوړولو پيل وکړو، کوم چې د بل هر ولایت په پرتله لا زیات د زلزلې لخوا اغیزمن شوي. موږ به د مقامت له پلوه په لا قوي سیمو کې د کورونو په جوړولو پيل وکړو. وزیر کورم وویل چې د ۲ زره ۲۱۲ کورونو د جوړولو پروسه پیل شوې ده.
ییني شفق ورځپاڼې "د فرانسې ټیم: هیڅ هیواد نشي کولی د داسې ناورین لپاره چمتوالی ولري " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د فرانسې د لټون او ژغورنې ډلې مشر ایریک زیپر د زلزلې له امله رامنځ ته شوې ویجاړۍ یو "ناورین" وباله. زیپر وویل: "هیڅ هیواد نشي کولی داسې ناورین ته چمتوالی ولري." د تورکیې بنسټونو، اتحادیو او غیر دولتي سازمانونو په هغه سیمه کې چې زه وم تر ټولو ښه کار کړی دی.
خبر تورک ورځپاڼي "په ۲۰۲۲ کال کې د تورکیې اقتصاد ۵،۶ سلنه وده کړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې اقتصاد تېر کال ۵.۶ سلنه او د ۲۰۲۲ کال په وروستۍ ربع کې ۳.۵ سلنه وده کړې وه. د سړي سر عاید چې په ۲۰۲۱ کال کې ۹۵۳۹ ډالره وو، په ۲۰۲۲ کال کې ۱۰۶۵۵ ډالرو ته لوړ شو. په دې توګه، د ۲۰۱۷ راهیسې د لومړي ځل لپاره سرانه عاید د ۱۰۰۰۰ امریکايي ډالرو څخه زیات شو.
صباح ورځپاڼې " د ودې د ارقامو په اړه د اقتصاد پوهانو ارزونې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، اقتصاد پوه هالوک بورومکچي د تورکیې د اقتصادي ودې په اړه چې له تمې څخه لوړ دی، وویل: «د ماشین الاتو پانګونه چې د خصوصي پانګونې شاخص دی، په وروستیو ۱۳ ربعو کې په پرله پسې توګه زیات شوی دی. د پیری رییس پوهنتون مرستیال پروفیسور ډاکټر ایرن اسلان اوغلو دا هم وویل چې د ودې لوکوموټیو د کورنیو غوښتنې سره سم دوام لري ، لکه څنګه چې په وروستیو کلونو کې و.