د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1952342
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې " په اډیمان کې د ولسمشر اردوغان وینا " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د زلزله ځپلو سیمو نه د لیدنو په چوکاټ کې پرون   اډیمان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې  په خپلو څرګندونو کې وویل   "په نړۍ کې داسې کوم  هیواد شتون نلري  چې پدې اندازه پراخه سیمه کې د داسې یو ستر ناورین سره د مخامخ کیدو نه وروسته پدې اندازه په چټکۍ سره ځان راټول کړي  وي  او په خپلو ټپونو د مرحم پټۍ لګولي  وي. سره ددې ددې ناورین په نتیجه کې په تورکیه کې ډیر لوی نفوس اغیزمن شو خو موږ په ډیرې چټکۍ هر څه تر کنټرول لاندې راوستل او ځانونه مو راټول کړل.

خبر تورک ورځپاڼې " د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو په ادانا کې له خپل مصري سیال شکري سره وکتل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو پرون د مصر د بهرنیو چارو له وزیر سامح شکري سره وکتل. وزیر چاوش اوغلو وویل، د تورکیې او مصر ترمنځ د اړیکو پراختیا د دواړو خواوو په ګټه ده.

صباح ورځپاڼې " د تورکیې د خلکو ځواک د نړۍ سرلیکونه جوړوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، له هغې زلزلې وروسته چې پرون په مالاتیا کې وشوه، تورکیې یو ځل بیا د نړۍ په  اجندا کې ځای ونیو . په داسې حال کې چې ګڼو نړيوالو خبري اژانسونو په تورکيه کې د نوې زلزلې له امله سختو ټکانونو ته توجه کړي خو ویلي دي چې د تورکيې ولس له ټولو ناخوالو سره سره هم نا اميده نه دی او د خاورو لاندې هم ساه اخیستو ته دوام وکړ.

 

سټار ورځپاڼې "د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډه د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو لپاره د یوې شیبې چوپتیا سره پیل شوه،

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۲ مه غونډه پرون د فبرورۍ په شپږمه نېټه  تورکیه او سوریه کې  د زلزلې له امله د وژل شویو کسانو لپاره د یوې شېبې چوپتیا سره پیل شوه.

یینی شفق ورځپاڼې " د احصایې ادارې  د بهرنۍ سوداګرۍ شمیرې اعلان کړې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې احصایې انسټیټیوټ اعلان وکړ چې صادرات د تیر کال د ورته میاشتې په پرتله د ۲۰۲۳ په جنوري کې ۱۰ عشاریه ۳ ډیر شوي.



اړوند خبرونه