د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
صباح ورځپاڼې "د هغه خبرې د نړۍ په کچه ډیر زیات انعکاس وکړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، جګپوړي چارواکي ډیویډ بیسلي، چې د ملګرو ملتونو د استازي په توګه تورکیې ته راغلی، د هاتای ولایت په انتاکیا ولسوالۍ کې ویجاړۍ نه د قیامت په توګه یادونه وکړه . هغه د خپلو سترګو د لیدلي حال په اړه وویل چې "دا ناشونې ده چې د دې ویجاړۍ په کچه انسان پوه شي."
د حریت ورځپاڼې " د ناسا لخوا د انتاکیا په اړه پوسټ" د سرلیک لاندې لیکلي دي
د فبرورۍ په شپږمه په تورکیه کې د رامنځته شوې زلزلې چې مرکز يي قهرمان ماراش ولایت يي له امله رامینځته شوي زیان عسکونه خپاره کړل. ناسا د سیمې په اړه د فبروري په ۴ مه نیټه د زلزلې نه مخکې او د فبروري په اتمه نیټه د زلزلې نه وروسته اخیستي عکسونه او فلمونه خپاره کړل او په سیمه کې د زلزلې له امله د رامنځته شوي ویجاړي کچه يي ټولو ته څرګنده کړه.
سټار ورځپاڼې "د زلزلې وروسته '۱۲ میل' فرصت طلبۍ په اړه د یوناني وکیل سخت عکس العمل" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د یونان د پارلمان غړې دورا باکویانیس د هغو کسانو په وړاندې سخت غبرګون وښود چې په تورکیه کې له زلزلې وروسته په ایژې کې د یونان سمندري پوله ۱۲ میلو ته د پراخولو په اړه په یو لړ اقداماتو لاس پورې کړی دی. باکویانیس ددې خبرې په ټینګار وویل چې د تورکیې سره د ایژې او ختیځ مدیترانې په برخه کې د همکارۍ وخت دی او اوس د دې وخت نه دی چې د یونان ځمکنۍ اوبه ۱۲ میلونو ته وغځول شي.
د ینې شفق ورځپاڼې "موږ د بشریت پر ضد دغه جنایت غندو، چې په تاریخ پورې شوې توره لکه ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د خوجه لي د قتل عام د ۳۱مې کلیزې په مناسبت، د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی "د بشریت پر ضد دغه جنایت چې په تاریخ پورې شوې توره لکه ده په ډیرو کلکو ټکو، غندو". د تسلیت په پیغام کې بیا راغلي دي چې "موږ د اذربایجان له خلکو سره خپله خواخوږي یو ځل بیا تکراروو"
د خبرتورک ورځپاڼې "ملي غیږ نیوونکي طه اقګل په مصر کې د سرو زرو مډال وګاټه" د سرلیک لاندې لیکلي دی ، په مصر کې د ابراهیم مصطفی په ټورنمنټ کې د د تورکیې ملي غیږ نیوونکي طه اقګل د سرو زرو مډال وګاټه او په نړیواله درجه بندۍ کې یې نمرې خپلې کړې.