د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1950792
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

حریت ورځپاڼې " د ۲۰۰ زره نویو کورونو لپاره چمتووالی " د سرلیک لاندې لیکلي دي،

د چاپېریال  ښارجوړونې او اقلیم د بدلون وزیر مرات کوروم ویلي چې د فبروري  د شپږمې د زلزلې له امله ۱۶۴۳۲۱ ودانۍ سخت زیانمنې شوې دي. وزیر کورم  په ټینګار سره  وویل چې د یو کال په موده کې به دایمي استوګنځایونه جوړ شي،  "موږ د خپلو ساینس پوهانو سره په ۲۰۰ زره  نوو کورونو په پروژو کار کوو."

د سټار ورځپاڼې  "د زلزلې په سیمو کې کانټینرونو کمپ جوړیږي" د سرلیک لاندې لیکلي  دي ،د ناورین او بیړنیو حالاتو د  ریاست  راپور ورکړی چې په قهرمان ماراش او هتای کې د زلزلې ځپلو ولایتونو کې د ۳۲۹ زره ۳۸۲ خیمو نصبولو کار بشپړ شوی. په لومړي پړاو کې په سیمه کې د ۱۰۰ زره کانتینرونو د ځای په ځای کولو کار پیل شوی دی.

خبر تورک ورځپاڼې  "د کیټ وینسلیټ څخه د مرستې غوښتنه کول" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د آسکار جایزې ګټونکې برتانوي اداکارې کیټ ونسلېټ د قهرمانماراش له ویجاړونکې زلزلې وروسته چې ۱۱ ولایتونه یې اغیزمن کړي د زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولو اقدام وکړ. مشهور برتانوي اداکارې د خپل ټولنیز رسنیو پاڼو له لارې له خپلو مینه والو  څخه د زلزله ځپلو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه. وینسلیټ د بسپنې غوښتنه وکړه او ویې ویل: "هرڅومره چې تاسو کولی شئ هغه ورکړئ".

ینی شفق ورځپاڼې "د سپورت ټولنه د زلزله ځپلو لپاره یو زړه او یو موټی شوه" د سرلیک لاندې لیکلي  دي ،د سپورټ ټولنه، چې د ځوانانو او سپورت وزارت، د تورکیې د فوټبال فدراسیون او د کلبونو د ټولنې تر مشرۍ لاندې به د زلزله ځپلو لپاره د مرستې راټولو ګډ کمپاین ترسره کړي. د بسپنه ورکولو کمپاین، چې د چهارشنبې په ورځ به د مارچ په لومړۍ نیټه پیل شي، په ګډه به د سپورتي چینلونو څخه خپور شي.

صباح ورځپاڼې " زلزله پر اقتصاد دایمي اغېز نه لري" د سرلیک لاندې لیکلي  دي

د تورکیې جمهوریت مرکزي بانک  بانکي سود کچه  ۹ سلنې څخه ۸ نیم سلنې ته راټیټ کړ. مرکزي بانک د سود نرخونو د راټیټولو نه وروسته  وړاندوینه یې وکړه چې په تورکیه  کې زلزله  چې  د پیړۍ ناورین په توګه یادیږي  په اقتصاد دوامداره اغیزه ونلري.



اړوند خبرونه