د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f259/92c5/f37c/5bf7999845b23.jpg?time=1719157498)
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
یني شفق ورځپاڼې "اردوغان: موږ به خپل ښارونه بیرته په خپلو پښو ودروو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هاتای ولایت د زلزله ځپلو سیمو څخه لیدنه وکړه. اردوغان وویل چې دوی به ټول ښارونه د خپلو استوګنځایونو، کارځایونو، صنعت، کرنې، تاریخي او کلتوري ارزښتونو سره له سره جوړ او په خپلو خپو ودروي. اردوغان وويل: "موږ به هيڅکله خپل هیڅ وکړی د خپل نوي ژوند او روښانه راتلوونکي د جوړولو په برخه کې يوازې نه پرېږدو."
صباح ورځپاڼې "تورکان په چټکۍ سره په خپلو ټپونو د مرحم پټۍ لګوي " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې په ۱۱ ولایتونو کې د سترو زلزلو نه وروسته د نړۍوالې ټولنې لخوا د مرستې سفربري پرته د ځنډه دوام لري. یو زیات شمیر بهرنیو مرستندویه ټیمونه چې د مرستې په موخه تورکیې ته راغلي وو هم د تورکیې لخوا په چټکۍ سره په خپلو ټپونو د مرحم د پټۍ د لګولو او هم ددوې د ډیرې ښې میلمه پالنې ستاینه کوي. ددې مرستندویانو نه د پاکستان د الخدمات د مرستندویه بڼسټ یو تن مرستندوی سرفراز شیخ وویل چې تورکان په ډیرې چټکۍ سره د ځانونو د راټولو او په خپلو ټپونو د مرحم د پټۍ د لګولو توان او ظرفیت لري.
د سټار ورځپاڼې "له یونان څخه د اروپايي ټولنې نه د تورکیې سره مرسته وکړۍ غوښتنه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دیندیاس ویلي چې اروپايي ټولنه باید د تورکیې ملاتړ وکړي. ډینډیس په تورکیه کې د زلزلې په اړه وویل: "د لومړي ځل لپاره خورا لوی ناورین لیدل کیږي. ډيرې مرستې او ملاتړ ته اړتيا ده.
حریت ورځپاڼې "چاووش اوغلو: د F-16 پروسې چټک بشپړول د دواړو خواو په ګټه دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په پلازمینه انقره کې له خپل امریکايي سیال انتوني بلینکن سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د امریکا متحده ایالتونو حکومت پر تورکیې د F-16 جنګي جټ الوتکو د خرڅلاو د پروسې نه ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ چې دغه پروسه په چټکۍ سره بشپړیدل به د دواړو خواوو په ګټه وي.
وطن ورځپاڼې "د استانبول هوایی ډګر په اروپا کې په لومړي کتار کې ځای لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د استانبول هوایی ډګر د فبروري د ۱۳ او ۱۹ مو نیټو په موده کې په اوسط ډول د ورځې د ۱۲۸۰ الوتنو سره په اروپا کې ترټولو بوخت هوایی ډګر شو. د استانبول له هوايي ډګر څخه وروسته، د لندن هیترو هوايي ډګر د ورځې په اوسط ډول د ۱۱۵۲ الوتنو په لرلو سره دوهم، د پاریس چارلس دي ګول هوايي ډګر د ۱۱۲۱ الوتنو په درلودلو سره دریم، د امستردام هوايي ډګر د ۱۰۵۱ الوتنو په لرلو سره څلورم او د مادرید هوايي ډګر د ۹۹۳ الوتنو په لرلو سره پنځم ځای لري.