د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/d191/f723/495f/637f3e8870ef4.jpg?time=1718746676)
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
سټار ورځپاڼې " ولسمشر اردوغان ته د نړۍ له مشرانو د خواخوږۍ پیغامونه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بلغاریا، مالتا، البانیا مشرانو او د بوسنیا هرزګوینا د ولسمشرۍ پخواني غړي باقر ایزتبیګوویچ د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته ټیلیفون وکړ او د زلزلې په نتیجه کې د رامنځته شوو ځاني او مالي تلفاتو په اړه د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي. همداشان نوموړو مشرانو ټپي شوو زلزله ځپلو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله وکړه.
د خبرتورک ورځپاڼې "بلینکن او چاووش اوغلو د زلزلې د سیمې نه لیدنه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د تورکیې د زلزله ځپلو ولایتونو نه د هاتای ولایت نه د هوا له لارې لیدنه وکړه.
حریت ورځپاڼې "د د روغتیا وزیر: په سیمه کې کومه ساري ناروغي نه ده لیدل شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې دوی په منظمه توګه د زلزلې په سیمه کې د ساري ناروغیو ارقام او تحلیلونه تعقیبوي او وویل "په دې برخه کې، تر اوسه د ساري ناروغۍ کومه پیښه نه ده تثبیت شوې."
صباح ورځپاڼې "کاپګان" نندارې ته وړاندې کیږي د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د دفاعي صنعت په هډانه کې طرحه ، ډیزاین او جوړ شوی د کپګان په نامه پرته د چلوونکي ځمکنی وسایط ، د لومړي ځل لپاره به د IDEX نړیوال دفاعي نندارتون او کنفرانس د یوې برخې په توګه چې په ابوظبي کې ترسره کیږي، نندارې ته وړاندې شي.
وطن ورځپاڼې " خلیجي هېوادونو ته د تورکیې صادرات زیات شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، خلیج هیوادونو ته د تورکیې صادرات د تیر کال د همدې مودې په پرتله په جنوري میاشت کې ۱۶.۱ سلنه زیات شوي او ۱ میلیارد ۴۳۱ میلیونه ډالرو ته رسیدلي دي.