د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1947581
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

وطن ورځپاڼې  "امید يي د لاسه نه وو ورکړی " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

په تورکیه کې د زلزلې نه پوره ۱۲ ورځې وروسته د هاتای ولایت په مرکز انتاکیا ولسوالۍ کې د چپه شوې یوې ودانۍ د لاندې نه  ۲۶ کلن محمد علي‌ شاکراوغلو او ۳۴ کلن مصطفې ژوندي‌ وژغورل شول. نوموړي‌‌ ۱۲ ورځې وروسته د خاورو لاندې نه ژوندي‌ راوایستل شوه.  نوموړو وویل چې ۱۲ ورځې د خاورې لاندې وو خو امید يي د لاسه نه وو ورکړی.

 

د سټار ورځپاڼې  "نړۍ د الینا په اړه خبرې کوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي

د ۱۷ کلنې الینا روغتیايي وضعیت چې په قهرمانماراش  ولایت کې له زلزلې ۱۱ ورځې وروسته د لټون او ژغورنې ډلو له خوا له خاورو را ایستل شوې وه، ډاکټران یې حیران کړل. د بريتانيا ډيلي مېل ورځپاڼې له ٢٤٨ ساعتونو وروسته له  خاورو لاندې د ځوانې نجلۍ د ايستلو خبر خپلو لوستونکو ته سره شریک کړ .

 

د خبرتورک ورځپاڼې  " د ناټو مشر د تورکیې نه د ملاتړ د ښودولو په خاطر د زلزله ځپلو سیمو نه لیدنه وکړه " د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، په تورکیه کې د وروستۍ پیړۍ تر ټولو د سترې زلزلې چې د پيړۍ د ناورین په توګه یاده شوې ده وروسته

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ ترکیې ته راغی. سټولټنبرګ د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره د لیدنې نه وروسته  وویل، دا تر ټولو لوی ناورین دی چې د ناټو په خاوره کې رامنځ ته شوی دی. سټولټنبرګ وویل، د ناټو متحدین به د تورکیې نه  ملاتړ ته دوام ورکړي.

 

د صباح ورځپاڼې  "ناټو یو کانټینر کمپ جوړوي" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي،

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو  د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د بهرنیو چارو په وزارت کې تر لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې وویل چې ناټو به د زلزله ځپلو لپاره یو د کانټیرونو کمپ جوړ کړي. چاووش اوغلو د ناټو د مشر سره په ګډه خبري‌ غونډه کې وویل چې ناټو سازمان په تورکیه کې د ۳۰۰۰ زرو تنو زلزله ځپلو لپاره د سرپناه د برابرولو ژمنه کړې ده. تورکیه به د کانټینرونو او خیمو کمپ جوړ کړي.

 

حریت ورځپاڼې  "چاووش اوغلو: موږ د ناټو سازمان  د پراخولو ملاتړ کوو" د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ،

 

د تورکیې  د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو په ناټو کې د فنلینډ او سویډن  د غړیتوب د پروسې په اړه وویل، "موږ د ناټو سازمان د لویدوالي‌ ملاتړ کوو ، خو داسې ګامونه شته چې دواړه هېوادونه  او په ځانګړې توګه سویډن يي باید  پورته کړي." چاووش اوغلو په سویډن کې د قرآن کریم  سوځولو د تحریک امیزه ګام  او د بېلتون غوښتونکي ترهګرې ډلې PKK/YPG د ملاتړو کړنو ته په اشارې سره وویل: دا په هیڅ صورت د منلو وړ ندي.



اړوند خبرونه