د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1944070
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

 د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د سټار ورځپاڼې  "اردوغان: موږ خپل ټول امکانات سفر بر کړي دي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په تورکیه کې د زلزلې د مرکزونو قهرمان ماراش ولایت په البستان او پزارجک کې د زلزلې ځپلو سیمو نه لیدنه وکړه. اردوغان د زلزله ځپلو د کمپ نه  د لیدنې په  ترڅ کې وویل: "موږ خپل ټول امکانات په کار اچولي دي، موږ په خپلو ټولو ولایتونو کې د خپلو وزیرانو سره په همغږۍ عملیات کوو." ولسمشر اردوغان  د زلزلې ځپلو سیمو هتای   او ادانا  ولایتونو نه هم  لیدنه وکړه  او د لټون او ژغورنې د عملیاتو په اړه يي معلومات ترلاسه کړل.

 

 

 

حریت  ورځپاڼې " کوجا : موږ په ۱۰ ولایتونو کې ۷۷ ساحوي روغتونونه جوړ کړي"

 

د تورکیې  روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل، "موږ په لسو ولایتونو کې ۷۷ ساحوي روغتونونه جوړ کړي دي. موږ کولی شو په ځینو روغتونونو کې جراحي عملیات هم ترسره کړو چې بیړني روغتیایی خدمات وړاندې کیږي."

 

 

 

د ینې شفق ورځپاڼې  "جاپاني پروفیسور شینجي: په تورکیه کې زلزله په نړۍ کې یوه له سترو 'ځمکنۍ زلزلې' څخه ده"

 

د جاپان زلزله پوه  پروفیسور شینجي تودا وویل چې د قهرامانماراش په مرکز زلزلې په نړۍ کې ترټولو لوی زلزلې دي چې په ځمکه کې پیښیږي او ویې ویل: "دا یوه ناڅاپي لویه زلزله وه."

 

 

 

د خبرتورک ورځپاڼې  " د روغتیا نړۍوال سازمان په تورکیه او سوریه کې  تر ټولو لوړه کچه ، د دریمې کچې بیړني حالت اعلان کړ"

 

د روغتیا نړیوال سازمان د دریمې درجې بیړنی حالت اعلان کړ. د ویلو  ده  چې د قهرمانماراش ولایت  زلزلې وروسته  اعلان شوی دا حالت ترټولو لوړ بیړنی حالت ګڼل کیږي. د دریمې  کچې بیړني حالت د روغتیا نړۍوال سازمان  د ادارې د شتمنې سیمو لپاره د سفربر کولو په معنا دي.

 

 

صباح  ورخپاڼې " د نړۍ د نامتو څیرو لخوا تورکیې د ډاډګیرنې پيغامونه"

 

د نړۍ نامتو هنرمندانو، په شمول د رسل کرو، انتونیو باندراس، دووا لیپا، بیلا حدید، هیو جیکمن، جینیفر ګارنر او ډیمي لوواټو  تورکیې په ملاتړ د ډاډګیرنې پيغامونه خپاره کړي‌ دي.نوموړو د ټولنیزو رسنیو له لارې د پيغامونو په خپرولو سره د تورکیې سره خواخوږي‌ ښودلې ده.

 



اړوند خبرونه