د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1943495
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د خبر تورک ورځپاڼې  " لس  ولایتونو ناورین زونونه او د دریو میاشتو لپاره اضطراري حالت" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان څرګنده كړه چې د فبرورۍ په شپږمه نېټه رامنځته شوو دوو غبرګو زلزلو  له امله لس ولايتونه ناورين ځپلي اعلان شوي او په دغو ولايتونو كې يې د ۳ مياشتو لپاره اضطراري حالت اعلان كړى دى.

حریت ورځپاڼې " اردوغان د نړۍ د مشرانو څخه مننه وکړه" د سرلیک لاندې لیکلي دي، د تورکیې ولسمشر اردوغان د نړۍ د هغه هیوادونو د مشرانو نه مننه وکړه چې  په تورکیه کې د رامنځته شوې زلزلې نه وروسته د ټیلیفون په کرښه او پيغامونو په خپرولو سره خواخوږي ښودلې ده. ولسمشر اردوغان وویل چې "زه غواړم له خپلو ټولو ملګرو، ټولو دولتونو او حکومتونو څخه مننه وکړم چې زمونږ د هیواد په دې سخته ورځ کې یې موږ ته زنګ وواهه، پیغامونه یې راکړل او بیانونه یې خپاره کړل ترڅو خپل ملاتړ او د مرستو وړاندیز وړاندې کړي. د نړیوالې ټولنې ملاتړ زمونږ لپاره د خپلو اخلاقي اغیزو له مخې د راتلونکو مرستو د ماهیت په پرتله ډیر ارزښت لري.

وطن ورځپاڼې "د نړۍ د نامتو هنرمندانو څخه تورکیې ته د ملاتړ پیغامونه استول شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په داسې حال کې چې د تورکیې په لسو ولایتونو کې د زلزلې  له امله د نړېدولو ودانیو له خاورو لاندې شویو کسانو د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري، د نړۍ مشهورو څیرو تورکیې نه د ملاتړ پیغامونه خپاره کړل. ډیری اداکاران او هنرمندان ، په شمول د رسل کرو ، انتونیا باندراس ، ایوګیني ګرینکو ، مارک الان روفالو ، جې جې جوهانسن ، دووا لیپا او مارک ایلیاهو ، د ټولنیزو رسنیو له لارې تورکیې ته د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړل.

صباح ورځپاڼې " ټوله تورکیه یو موټی شوی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ،

په انتالیا کې د سیاحتي مرکزونو لخوا د زلزلې قربانیانو لپاره ۹۴۵۰  خونې چمتو شوې. ۱۵ زره زلزله ځپلو ته به د استوګنې کوټې ځانګړې شي. د خونو د شمیر د زیاتولو هڅې هم دوام لري. په زرګونو ناورین رضاکارانو په سیمه کې د لټون او ژغورنې فعالیتونو کې برخه اخیستې. هغه ښاریان چې غوښتل یې وینه ورکړي هم د وینې په مرکزونو کې اوږده کتارونه جوړ شوي وو.

د سټار ورځپاڼې  "تورکیې ته د ډیری هیوادونو لخوا د مرستو راټولو کمپاینونه پيل شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ډیری هیوادونو په تورکیه کې د لسو  زلزله ځپلو ولایتونو لپاره د مرستو د راټولو کمپاینونه پيل کړی دي. د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په لارښوونه د تورکیې لپاره یو فنډ جوړ شو، تایوان د دوه میلیونو ډالرو مرستو اعلان وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس هم اعلان وکړ چې دوی به تورکیې او سوریې ته د بشري مرستو پیسې ورکړي. قرغزستان هم له زلزله ځپلو سره د مرستې کمپاین پیل کړی دی.



اړوند خبرونه