د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1942359
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ینې شفق ورځپاڼې  " د هغه نهو هیوادونو پر خلاف چې په تورکیه کې د امنیتي ګواښونو په پلمه قونسلګرۍ  تړلي دي د ولسمشر اردوغان ډیر سخت غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په ايدن ولایت كې د ځوانانو سره په ليدنه كې د هغو ۹ هېوادونو پر خلاف غبرګون وښود چې په استانبول كې يې د خپلو قونسلګريو د تړلو پرېكړه وكړه. د یادولو ده چې د نوموړو هیوادونو سفیران د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوي وو سخت غبرګون يي په اړه ښودل شوی وو. ولسمشر اردوغان وویل چې نوموړو ۹ هیوادونو ته دا خبره ویل شوې ده چې  «که تاسو د قونسلګریو تړولو ته  دوام ورکړئ بدل به يي هم تاسې پخپله پرې کړۍ،» ولسمشر اردوغان وویل: "موږ د دوشنبې په ورځ د کابینې غونډه لرو او هلته به اړین تصمیمونه ونیسو. "

حریت ورځپاڼې  "وارنک: مونږ غواړو تورکیه د ذخیره کوونکو ټیکنالوژیو په  یو مهم مرکز او لوبغاړی بدل کړو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک په قیصري ولایت کې د اروپا په لومړي او یوازینی سلنډر لیتیم بیټرۍ د  تولید تاسیسات معاینه کړل. ورانک وویل: "مونږ غواړو تورکیه د بیټرۍ صنعت او ذخیره کوونکو ټیکنالوژیو په یو مهم مرکز بدل کړل.

د سټار ورځپاڼې  "د بهر څخه ډیر لیوالتیا شتون لري" د سرلیک لاندې لیکلي دي

تورکیه د نړۍ د هغو پنځو څخه تر شپږو هیوادونو په ډله کې ده چې کولای شي خپل تحت البحري کښتۍ ډیزاین او جوړې کړي. د هیواد ملي تحت البحري کښتۍ STM500، چې په امتحاني تولید یې پیل شوی دی، سږکال به ښکاره شي. له بهر څخه وار د مخه ددې تحت البحري کښتۍ په اړه ډیره زیاته علاقه او لیوالتیا شتون لري.

 

صباح  ورځپاڼې "د کرنې سکتور څخه د صادراتو په برخه کې د جنوري  په میاشت کې ریکارډ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د کرنې سکتور د جنوري په میاشت کې د ۲ میلیارد ۸۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي.

 

د خبرتورک ورځپاڼې "د جنوري په میاشت کې په کاپاډوکیا کې د لیدونکو په شمیر کې ریکارډ ته رسیدلی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د روان کال په جنورۍ مياشت کې ١٧٤ زره ٢٢٢ تنو له کاپادوکیا لرغوني ښار څخه ليدنه کړې ده . د ویلو ده چې کاپادوکیا د تورکیې يو له مهمو سياحتي مرکزونو څخه دی چې د خپلو تاريخي، کلتوري شتمنيو او طبيعي ښايستونو په لرلو سره ځايي او بهرني سيلانيان راجلبوي. د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ میاشت کې د تېرو کلونو د همدې مودې په پرتله نوی ریکارډ جوړ شو.



اړوند خبرونه