د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
![د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/1603/b899/caf2/615a9f0083fbc.jpg?time=1719184000)
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي
وطن ورځپاڼې " د وزیر چاووش اوغلو لخوا د اف ۱۶ په اړه څرګندونې: په ټولو کچو موافقه شوې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل: "د F-16 په اړه پوځي خبرې اترې بشپړې شوي، د امریکا د دفاع وزارت د بهرنیو چارو وزارت ته لیږلي دي. ادارې په غیر رسمي ډول د بهرنیو چارو وزارت له لارې کانګرس ته خبر ورکړی. دلته هیڅ اعتراض نشته، پروسه بشپړه شوې، رسمي خبرتیا ورکول کیږي، له ادارې سره، په ټولو کچو کې تړونونه شوي دي."
د سټار ورځپاڼې "ترکوویچ: دا چې د تورکیې پرته به څه پیښ شي دا یوه لویه پوښتنه ده" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د بوسنیا هرزګوینا د وزیرانو د شورا مرستیال بسیرا ترکوویچ په دې خبرې ټینګار وکړ چې تورکیه ددوې په سیمو کې خورا مهم رول لري او ویې ویل: له تورکیې پرته د لویدیځ بالکان هیوادونه هیڅکله هم په سوله کې ژوند نه شي کولای. دا چې پرته د تورکیې به څه پیښږي دا یوه لویه پوښتنه ده .
د صباح ورځپاڼې "د تورکیې د اوسپنې گنبد د یونان په اجنډا کې دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې د اوسپنې گنبد مسوده د یونان په مطبوعاتو کې د اجنډا په سر کې ځای نیولی دی. یو تن یوناني لیکوال د دې په څرګندولو سره ویلي دي چې د تورکیې هوایی مدافعې سیسټم ددې هیواد یو ډیر مهم او اساسي رکن دی . یو یوناني لیکوال زیاته کړې ده " د اردوغان خبرې چې ویلي دي ، مونږ یوه شپه ناڅاپه راتلی شو" خالي نه دي، هغوې که چیرې وغواړي په یو ساعت کې یونان ته راتلی شي.
د خبرتورک ورځپاڼې "د تورکیې سوداګریز سمندري بیړۍ په نړۍ کې ۱۴م ځای ته رسیدلې" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترانسپورت او زیربناو وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د تورکیې بیرغ لرونکي سمندري سوداګریزې بیړۍ د ۲۰۲۱ کال په پرتله تیر کال یو ګام لوړ شوی او په نړۍ کې ۱۴م ځای لري.
حریت ورځپاڼې "انتالیا د سیاحت په برخه کې ۲۰۲۳ کال ډیر ښه پیل کړ " د سرلیک لاندې لیکلي دي د ۲۰۲۳ کال په لومړیو ۱۵ ورځو کې، ۱۱۸ زره ۷۶۲ سیلانیان انتالیا ته راغلي دي. په داسې حال کې چې دې ښار ته تر ټولو زیات روسي سیلانیان راتلل، د اسراییلي سیلانیانو زیاتوالی هم د پام وړ دی.