د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1928803
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

حریت ورځپاڼې "اردوغان له مشرانو سره د ټيلیفوني خبرو نه وروسته ، د اوربند پرېکړه وشوه"  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، وروسته له هغه چې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د روسیې او اوکراین له مشرانو ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلینسکي سره ټيلیفوني خبرې وکړې، د کرملین له خوا د لنډ مهاله  اوربند اعلامیه  خپره شوه. په بیان کې ویل شوي چې روسیه به د جنورۍ په شپږمه او اوومه په اوکراین کې یو پلوه اوربند وکړي.

د سټار ورځپاڼې  "له ۱۱ کلونو وروسته له دمشق سره په  لوړه کچه اړیکه" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د سوريې سره د اړیکو د  عادي کېدو د بهير په اړه وويل: "مونږ د روسيې-توركيې-سوريې په څېر يوه پروسه پيل كړې، ددې پروسې په چوکاټ کې به لومړی زمونږ د بهرنيو چارو سره غونډه وکړي او  بيا وضعیت ته په کتو سره به  د مشرانو ترمنځه غونډه وشي.

 

د خبرتورک ورځپاڼې " د تورکیې پوځ  په نړۍ کې ۱۱م ترټولو پیاوړی پوځ دی" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،ګلوبل فایر پاور ویب پاڼه چې په امریکا کې میشته د نړیوال نظامي ځواک ډیټا تحلیلوي د ۱۴۵ هیوادونو پوځ د ټکنالوژۍ له پلوه د ودې او پرمختګ، بشري ځواک، د جګړې په ډګر کې د اوږد مقامت او قابلیت په څیر د ځانګړتیاو د څیړولو سره  د ۲۰۲۳ کال  لپاره  د نړۍ تر ټولو د پیاوړو پوځونو لیست خپور . تورکیې په ۲۰۲۳ کال کې هم پدې لست کې خپل ځای حفظ کړی او د نړۍ ۱۱ م تر ټولو پیاوړي  پوځ په توګه ځای نیولی دی.

د ینې شفق ورځپاڼې" دوو ولایتوتو په یو کال کې د  له ۱۶ میلیون څخه ډیر سیلانیانو کوربه توب کړی " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، تېر کال شاوخوا ۱۳،۵ میلیونه بهرني سیلانیان انتالیا  ولایت ته، چې د تورکیې یو له مهمو سیاحتي مرکزونو څخه دی او شاوخوا ۳ میلیونه  تنه هم موغلا  ولایت د هوا له لارې راغلي وو.

 

صباح  ورځپانې " قره اسماعیل  اوغلو: په ۲۰۲۲ کال  کې د کروز لوکسو کښتیو سره د راغلو  مسافرینو شمیر له ۱ ملیون څخه اوښتی دی"  د سرلیک لاندې لیکلي دي

د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې د کروز لوکسو کښتیو سره د راغلو  سیلانیانو  شمیر په ۲۰۲۲ کې ۲۲ برابره لوړ شوی او  د یو میلیون تنو سره اوښتی دی.



اړوند خبرونه