د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1924122
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرتورک ورځپاڼې  "په تور سمندرګي کې د طبیعي ګاز نوې کشف" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  ولسمشر رجب طیب اردوغان اعلان وکړ چې دوی په تور سمندرګي کې د ۵۸ میلیارد متر مکعب طبیعي ګازو نوې زېرمې موندلې دي. اردوغان د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې په تور سمندرګي کې د ګازو زیرمې ۷۱۰ میلیارد متر مکعب ته رسېدلې دي، «په نړیوالو بازارونو کې زمونږ د موندل شوو  طبیعي ګاز معادل د نن ورځې له شمېرو سره سم ۱ ټریلیون ډالرو ته رسېږي.»

 د سټار ورځپاڼې  "د سوریې په شمال کې به امنیتي کرښه جوړه شي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،د تورکیې ولسمشر  اردوغان ټینګار وکړ چې په راتلونکي کال کې به د  هیواد د ټولو جنوبي پولو په اوږدو کې د امنیت په برخه کې د تروریزم د له منځه وړلو ستراتیژۍ پلي کولو ته دوام ورکړي. هغه وویل  مونږ به په خپلو سویلي پولو کې د  ۳۰ کیلومتره ژوروالي سره  امنیتي لیکه کې د تشو د ډکولو لپاره نوي ګامونه پورته کړو. د سوریې نه  زمونږ د هیواد په وړاندې  د مخامخو ګواښونو د  په بشپړه توګه له منځه وړو لپاره دا یو اړین او مهم ګام دی.

حریت ورځپاڼې  "اردوغان درې کاله مخکې خبرداری ورکړی و" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په هغو پیښو کې چې د فرانسې په پلازمینه پاریس کې له برید وروسته رامنځ ته شول چې په ترڅ کې یې درې تنه ووژل شول، د PKK ترهګریز سازمان پلویانو ګڼو موټروته  اور واچاوه او ستره ګډوډي رامنځته کړه. په پېښو کې ډېر کسان ژوبل شوي هم دي. ولسمشر اردوغان په ۲۰۱۹ کال کې په خپله وینا کې هغو هیوادونو ته چې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي خبرداری ورکړی وو چې  «تاسو غلط کار کوۍ. هغه تروریستي مار چې تاسو نن په خپلو لاسونو تغذیه کوۍ  بالاخره به بیرته راشي او تاسو به هم وچیچي.

د صباح ورځپاڼې  "د فرانسې سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو" د سرلیک لاندې لیکلي دي ،په انقره کې د فرانسې سفیر هیرو ماګرو د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شو. د فرانسې سفیر ته  د تورکیې په خلاف د PKK/PYD/YPG حلقو لخوا د تور پروپاګند او په دې پروپاګند کې د فرانسې د حکومت د چارواکو او ځینو سیاستوالو د ګډون  په اړه خپله ناخوښي څرګنده کړه.

یني شفق ورځپاڼې "تورکیې ته د سعودي عربستان څخه د ۳ عشاریه ۳  ټریلیون ډالرو پانګوونې هدف" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، له سعودي عربستان څخه څه باندې سل شرکتونه تورکیې ته د پانګونې او شراکت په موخه راغلي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو له امله رامنځته شوې مثبته فضا د پانګونې او سوداګرۍ په برخو کې هم څرګنده شوه. د سعودي عربستان د پانګې اچونې وزیر خالد بن عبدالعزیز الفلاح اعلان وکړ چې دوی په تورکیه کې د ۳ عشاریه ۳ ټریلیون ډالرو مستقیمه پانګه اچونه په ۲۰۲۳ کال کې د خپل لید په چوکاټ کې کوي.



اړوند خبرونه