د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

1923648
د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د تورکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ینې شفق ورځپاڼې  "اکار: د فرانسې  لخوا تغذیه شوي مار پخپله ددوې په چیچلو پیل وکړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي د تورکیې  د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار د فرانسې په پلازمینه پاریس کې  د ګډوډیو نه  وروسته د پي کاکا  ترهګرې ډلې د پلویانو د اعتراضونو په هکله وویل: د فرانسې له خوا تغذیه شوي  مار د هغوي په چیچولو  پیل کړی دی . وویل ددې خبرې په ټینګار وویل چې  هر څوک باید اوس د دغې ترهګرې ډلې اصلي څیره وویني.»

حریت ورځپاڼې  " د قالن او چیلیک لخوا د فرانسې پر خلاف سخت غبرګون " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  د ولسمشر ویاند ابراهیم قالن  د ټویټر لخوا په خپور کړي یو پيغام کې  وویل چې د PKK ترهګرو د پاریس سړکونو ته اور واچاوه . هغه پدې پيغام کې  له فرانسې څخه وپوښتل "ایا تاسو لاهم غلي یاست؟" هغه د فرانسې پر خلاف غبرګون وښود. د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک بیا ویلي دي  "هغه کسان چې ترهګریز سازمانونه تمویل او تغذیه کوي نن پخپله ترهګرۍ سره مخامخ شول."

صباح  ورځپاڼې "ملي لیزر سیسټم الکا خپل هدف  دا په دقیقه توګه له منځه یوړ" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د  د تورکیې د دفاع صنایعو شرکت راکټسن لخوا جوړ شوي د الکا په نامه د لیزر سیستم چې د  کورني او ملي امکاناتو سره جوړ شوی دی د ازمایښت پر مهال خپل ټاکلی هدف په ډیر بریالیتوب او دقیق ډول سره له منځه یوړ.

د خبر تورک ورځپاڼې  "د غنمو په دهلیز له لارې صادرات د ۱۵ میلیون ټنو څخه واوښتل " د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د تورکیې  د ټرانسپورټ او زیربنا وزیر عادل قره اسماعیل اوغلو وویل چې ټول ۵۸۵ کښتۍ د اګست له لومړۍ څخه دسمبر تر ۲۵ مې نیټې  پورې د اوکراین له بندرونو څخه وخوځېدې او وویل ، "د بار وړلو ټول مقدار له ۱۵ میلیون ۸۰ زره ټنو څخه ډیر شوی."

وطن ورځپاڼې  "په ۲۰۲۲ کال کې ۱۱۹۸۱۷ ناقانونه کډوال ډیپورت شوي" د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د کورنیو چارو وزارت د کډوالۍ د چارو  ریاست اعلان کړی  چې په ۲۰۲۲ کال کې ۲۷۴۳۱۱ غیرقانوني کډوال  تورکیې ته د ننوتو مخه نیول شوې او د اخراج شویو غیرقانوني کډوالو شمیر ۱۱۹۸۱۷ تنو ته ورسید.



اړوند خبرونه